د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۴

امریکا: د کرونا ویروس ناروغۍ د درملنې لپاره د درملو اضطراري استعمال تجربه شوې


د امریکا حکومت تېره اوونۍ ویلي و، د یوه درمل تجربوي استعمال ثابته کړې چې د کرونا ویروس اخته کسان په لنډ وخت کې تداوي کوي.
د امریکا حکومت تېره اوونۍ ویلي و، د یوه درمل تجربوي استعمال ثابته کړې چې د کرونا ویروس اخته کسان په لنډ وخت کې تداوي کوي.

د امریکا متحدو ایالتونو د کرونا ویروس د ناروغۍ د درملنې لپاره د یوه تجربوي درمل اضطراري استعمال تایید کړ.

د امریکا د خوړو او درملو د ادارې کمېشنر سټېفن هان پرون (جمعه) له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په یوه خبري غونډه کې وویل، ریمدي سیور درمل د هغو ناروغانو لپاره چې په روغتونونو کې بستري دي، د اضطراري استعمال لپاره تصویب شو.

له دې درملو سره دلچسپي په دې خاطر هم ډېره ده چې تر اوسه پورې کرونا ویروس ته نه ثابت او منل شوي درمل شته او نه واکسین.

د امریکا حکومت تېره اوونۍ ویلي و، د یوه درمل تجربوي استعمال ثابته کړې چې د کرونا ویروس اخته کسان په لنډ وخت کې تداوي کوي.

دا درمل د امریکا د روغتیا ملي انسټټیوټ په څه باندې زر تنو تجربه کړی او ډېره ښه نتیجه ‌یې لرلې وه.

پر ریمدي سیور درملو د پراخې څېړنې پایله د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ اعلان شوه او وویل شول چې دا درمل د 'کووېډ-۱۹' ناروغ د ناروغۍ موده چې له ۱۱ ورځو تر ۱۵ ورځو پورې ده، په متوسط ډول څلورو ورځو ته رالنډوي.

څېړونکي وايي، هغو کسانو ته چې دا درمل ورکړل شوي، د هغوی په منځ کې د مړینو شمېر هم لږ دی.

د امریکا د انتاني ناروغیو متخصص ډاکتر انتوني فاوچي دا درمل د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د تداوۍ لپاره فوق‌العاده پرمختګ وباله.

خو دا درمل تر اوسه پورې د امریکا د متحده ایالاتو د خوراکي موادو او درملو د تنظیم ادارې تأیید کړي نه‌ و.

دې ادارې مخکې ویلي و چې د درملو له جوړوونکې کمپنۍ سره په خبرو بوخته ده چې زیاته جوړه کړي او ناروغانو ته ورسېږي.

دغه ویروس ضد درمل ته د کلیفورنیا ګیلیډ‌ ساینس کمپنۍ انکشاف ورکړی.

د دې کمپنۍ رييس دانیل او ډې دا یو مهم لومړی ګام بللی دی.

ده په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره له کتنې وروسته وویل، کمپنۍ به یې یو نیم ملیون پاکټه درمل، چې د کوویډ ۱۹ لږترلږه یولکو ۴۰ زرو ناروغانو ته کافي دي، وړیا وویشي.

د امریکا د خوړو او درملو اداره واک لري چې د یوه درمل استعمال ته حتي له دې سره سره د استعمال اجازه ورکړي چې د جانبي عوارضو او مصئونیت په اړه یې نورمال لازم معلومات نه وي.

فاوچي چې د انتاني ناروغیو او الرژۍ د ملي انسټټیوت رئيس دی، وايي چې دا یو مهم ثبوت دی چې دا درمل د کرونا ویروس مخه نیسي.

په کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' د ریمدي سیور د اغېز په اړه دا څېړنه د امریکا د روغتیا د ملي انسټټیوت له لوري په یو زر او ۶۳ تنو ناروغانو شوې ده.

فاوچي وویل، په چین کې هم په دې درملو په وروستیو کې ازمېښت شوی و، خو د چین څېړنه بشپړه نه‌وه.

ده زیاته کړه په چین کې ډاکترانو دا دوا ۲۳۷ تنو ته ورکړې وه.

دوی له هغو کسانو پرته چې تنفسي الو ته‌ یې اړتیا پیدا شوې، په نورو د دې درملو مثبت اغېز نه‌و موندلی.

په کرونا ویروس تر اوسه پورې په نړۍ کې تر ۳ میلیونه او ۳ لکه زیات کسان اخته شوي او او شاوخوا ۲ لکه ۴۰ زره ورڅخه مړه شوي دي.

له همدې کبله دا په څو پیړیو کې تر ټولو ناوړه وبا ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG