د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

ډونالډ ټرمپ: کرونا ویروس د چین له یوه لابراتواره سرچینه اخلي


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر وايي، داسې شواهد یې کتلي چې پوره ډاډ ورکوي، کرونا ویروس د چین د ویرولوژۍ یا ویروس پېژندنې له یوه لابراتوار څخه سرچینه اخلي.

ډونالډ ټرمپ پرون پنج شنبه په سپینه ماڼۍ کې یوه کنفرانس ته د خبرو پر مهال وویل، ده شواهد کتلي خو د مشخصو جزییاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.

هغه زیاته کړه: "زه دا تاسو ته نه شم ویلای، زه اجازه نه لرم چې دا خبره تاسو ته وکړم."

دا څرګندونې به احتمالاً د امریکا د متحدو ایالتونو او چین ترمنځ د کرونا ویروس د سرچینې پر سر درز لا پسې پراخ کړي.

په وروستیو اوونیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې اړه تور لګول او بیا د هغو ردول زیات شوي دي.

ولسمشر ټرمپ بیا دا ګنګوسه هم خپره کړه، چې کرونا ویروس ښايي په لابراتوار کې د غلطۍ له وجې خپور شوی وي.

ده وویل، امکان لري چې یا چین نه وي توانېدلی د دغه ویروس خپرېدل ودروي، یا یې په لوی لاس پرېښی دی چې خپور شي.

ډونالډ ټرمپ په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه، چې ایا د چین ولسمشر شي جین پینګ د هغه څه مسوول ګڼي که نه چې امریکا یې د کرونا ویروس د کشف په اړه د چین له خوا د غلطو معلوماتو خپرول ګڼي، خو ولسمشر ټرمپ پر چین د تازه تعرفو د لګولو خبرداری ورکړ.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ زیاته کړه، اوس چې د کرونا ویروس د خپرېدو د سرچینې په اړه د پلټنو هڅې ژورې شوي، چین هڅه کوي چې له واشنګټن سره یو څه شفافیت ولري.

د امریکا استخباراتي ادارو ویلي، دوی لا هم هغه فرضیه څېړي چې وايي دغه ویروس ښايي د چین له لابراتوار څخه سهواً خپور شوی وي.

دغو استخباراتي ادارو پرون ویلي، دوی لا هم د دې پوښتنې په ځواب پسې ګرځي چې ایا کرونا ویروس خو به د انسان په لاس جوړ یا په جنتیکي لحاظ اصلاح شوی نه وي؟

کرونا ویروس اول د چین د هوبې ولایت په مرکز وهان ښار کې کشف او بیا نورې نړۍ ته خپور شو.

د چین وهان ښار چې لومړی ځل په کې کرونا ویروس پیدا شو.
د چین وهان ښار چې لومړی ځل په کې کرونا ویروس پیدا شو.

د وهان لابراتوار چې ولسمشر ټرمپ د ویروس په جوړولو تورن کړی، مخکې هم د ولسمشر تورونه رد کړي دي.

دغه لابراتوار احتمالاً د سارس ناروغۍ د سرچینې معلومولو په اړه هم تحقیقات کړي دي.

د سارس ناروغۍ سرچینه یو بل ویروس و.

لابراتوار په اسمانڅکالو کې نوي ویروسونه هم تشخیص کړي او دا یې کشف کړې چې دغه ویروسونه څنګه انسان ته انتقالېږي.

د امریکا په متحدو ایالتونو په کوویډـ۱۹ ناروغۍ چې سرچینه یې کرونا ویروس دی تر پرون پورې نږدې ۶۴زره کسان مړه شوي، چې د ټولې نړۍ په سطحه د مړو یو پر څلورمه برخه جوړوي او په ویروس د اخته کسانو شمېر په کې تر یو ملیون اوښتی دی.

په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۳ میلیونو او ۳۰۰زرو اوښتی، په دې ویروس د مړو شمېر هم تر ۲ لکو او ۳۴زرو زیات شوی، له دې جملې تر یو میلیون زیات کسان روغ شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG