د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

تاجکستان کې د کرونا ویروس ۱۵ پېښې ثبت شوې


د تاجکستان خجند ښار
د تاجکستان خجند ښار

په تاجکستان کې د کرونا وبا د کنټرول دولتي کمېسیون منلې چې هلته ۱۵ کسان په کرونا ویروس اخته شوي.

تاجک چارواکو تر دې مخکې نه‌تأییدوله چې څوک دې په تاجکستان کې کرونا ویروس نیولی وي.

د کرونا د کنټرول دولتي کمېسیون نن د صدراعظم قاهر رسول‌زاده په مشرۍ غونډه درلوده.

د همدې غونډې ګډونوال د ازادې اروپا راډیو تاجکي څانګې ته ویلي چې پنځه کسان په پلازمېنه دوشنبه او ۱۰ کسان په شمالي ښار خجند کې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

په تاجکستان کې ښوونځي د دوه اوونیو په مخ تړل شوي او هم د دغه هېواد د فوټبال سیالیو لیګ چې د کرونا له ګواښ سره سره سلګونه کسان نندارې ته ورتلل ځنډول شوی.

XS
SM
MD
LG