د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

سویډن کې د کرونا ویروس پر ضد د نرم چلند معنی څه ده؟


سویډن
سویډن

په سویډن کې د کرونا ویروس پر ضد مبارزه پرته له دې چې بارونه او رستورانتونه بند او یا د جبري قرنطین شرایط په‌کې وضع شي، په خپله طریقه روانه ده.

د نړۍ اکثر هېوادونه له اوونیو راهیسې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د اقداماتو په لړ کې په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي، خو په سویډن کې د دې ویروس پر ضد مقابله د جبري قرنطین او د کاروبار د جبري درولو له لارې نه‌کېږي.

د دې هېواد سرحدونه ازاد دي، له ۱۶ کلونو کم عمره زده‌کوونکي درس وايي او کوچني ماشومان ښوونځيو ته ځي. رستورانتونه او بارونه هم پرانیستي دي او خلک تقریباً تل د خوراک څښاک لپاره ورځي، خو مېزونه‌یې په لازمه فاصله کې تنظیم کړي او ګڼې ګوڼې ته اجازه نه‌ورکوي، همداراز سلماني‌ګانې، سپورټي کلپونه او حتی سینماګانې پرانیستې دي.

سویډن کې خلک د تفرېح پر مهال
سویډن کې خلک د تفرېح پر مهال

دا طریقه د اروپايي هېوادونو او نورې نړۍ په پرتله ډېره نرمه ګڼل کېږي او له دې سره داسې پوښتنې هم رابرسېره شوي چې ایا د دې خطرناکې ناروغۍ پر ضد د دې هېواد د نرم چلند معنی به دا وي چې سختې ورځې به‌یې له دې وروسته په مخکې وي؟

د سویډن حکومت خلکو ته سپارښتنه کړې چې یوازې په ضروري حالاتو کې سفر وکړي، خو پر عامه ټرانسپورتي وسایلو یې هېڅ‌راز محدودیتونه نه‌دي لګولي.

د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې په برخه کې د سویډن ستراتېژي، په حقیقت کې د خلکو ترمنځ په خپله خوښه د فاصلې د ساتنې د ازادو سپارښتنو او جبري محدودیتونو یوه مجموعه ده.

د اپرېل له لومړۍ نېټې له زړو ښځو او نارینه‌وو سره لیده کاته بند شول، ځکه دا خلک د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ پر وړاندې کمزوري دي. موزیمونه بند دي، سپورټي او کلتوري مناسبتونه کنسل شوي او له ۵۰ د زیاتو کسانو پر راټولېدو ممنوعیت وضع شوی دی. منځني ښوونځي، لېسې او پوهنتونونه رخصت دي، خو د کورسونو درسونه له انلاین لارې دوام لري.

د اکثرو اروپايي هېوادونو په پرتله د سویډن د عامې روغتیا شرایط ډېر ازاد دي او خلک‌یې کولای شي له محدودیت او حتی د ماسک له اغوستو پرته د ورځني ژوند ځینې چارې ترسره کړي.

لینا هَلینګرین
لینا هَلینګرین

خو له دې سره سره د سویډن د روغتیا وزیره لینا هَلینګرین «Lena Hallengren» ټینګار کوي چې په دې هېواد کې برنسونه ښه پر مخ نه‌ځي.

مېرمن هلینګرین ازادي راډیو ته وویل د کرونا ویروس پر ضد مبارزه کې د سویډن ستراتېژي همغه اهداف تعقیبوي چې نوره اروپا یې لري، یعنې د کرونا ویروس د سرایت سوکه کول، د روغتیايي مراقبت د سیستم د سقوط مخنیوی او د دې ناروغۍ پر وړاندې د هغو کمزورو خلکو ساتنه چې یا زاړه دي او یا نورې ناروغۍ لري.

مېرمن هَلینګرین وايي، د سویډن ستراتېژي پر دې باور ولاړه ده چې خلک به خپل فردي مکلفیت ترسره کوي او د نوموړې په وینا د سویډن خلک دا مکلفیت په سم ډول ترسره کوي ځکه چې دوی د مسؤلیت احساس لري.

خو د سویډن دا ستراتېژي مخالفین هم لري. په دې وروستیو کې پر ټولنیزو شبکو په رستورانتونو او بارونو او همداراز په پارکونو او د پلازمېنې ستکهلم په مرکزي برخه کې د خلکو د ګڼې ګوڼې د تصویرونو خپرېدو په هېواد کې دننه او بهر یو لړ اندېښنې وپارولې. منتقدین وايي چې دا د غیر ضروري خطر منل دي.

د اپرېل په ۲۶مه د ستکهلم سیمه‌ییزو چارواکو ۵ رستورانتونه وروسته له هغه په زور بند کړل چې د مفتشانو په وینا ډېره ګڼه ګوڼه په‌کې وه او د فاصلې د ساتنې اصول‌یې مات کړي وو، خو دوی جریمه نه‌شول، بلکې ورته وویل شول چې له بیا تفتیش وروسته به د بیا فعالیت اجازه ورکړل شي.

د مارچ میاشتې په وروستیو کې د سویډن نږدې ۲ زره څېړونکو چې د نوبل جایزې د بنسټ اجرائیه رئیس کارل هینریک هیلدین هم په‌کې شامل و، یو ډله‌ییز درخواست یا پیټیشن لاسلیک کړ چې له حکومت څخه‌یې د روغتیا نړیوال سازمان له اصولو سره سم د محدودیتونو د سمدستي لګولو غوښتنه کړې وه.

د چک جمهوریت پراګ ښار
د چک جمهوریت پراګ ښار

سویډن چې ۱۰ میلیونه وګړي لري او په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د پنجشنبې په ورځ له ۲۰ زرو واوښت له یوې خوا له ایرلنډ سره د مقایسې وړ دی چې د وګړو شمېر یې ۶،۵ میلیونه دی، خو د سختو محدودیتونو له نافذولو سره سره د اخته کسانو ورته شمېر لري او له بلې‌خوا له چک جمهوریت سره چې هغه هم ۱۰ میلیونه وګړي لري، خو د ښارونو د کلابندۍ او د محدودیتونو د نافذولو په مټ د پنجشنبې تر ورځې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو شمېر په‌کې تر څه باندې اووه‌نیم زرو او د مړو شمېر تر ۲۲۷ پورې محدود پاتې شوی دی.

XS
SM
MD
LG