د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

اروپایي کمېسیون لوېدیځ بالکان سره ۱۸۰ میلیونه یورو مرسته کوي


د اروپا بیرغ
د اروپا بیرغ

اروپایي کمېسیون وایي د لوېدیځ بالکان له شپږو هېوادونو سره د کرونا ویروس له کبله د رامنځته شوي اقتصادي زیان د جبران لپاره ۱۸۰ میلیونه یورو مالي مرسته کوي.

دغه‌راز د اروپا د پانګونې بانک د اپرېل پر ۲۹مه وویل چې البانیا، بوسنیا هرزګوېنا، کوسوو، مونته‌نګرو، شمالي مقدونیه او صربیا ته ۱،۷ میلیارده یورو پور ورکوي.

اروپایي کمېسیون په هغه سند کې چې د اروپایي ټولنې ادارو ته‌یې لېږلی ویلي دغه بلاک په مجموع کې د شااوخوا ۳.۳ میلیارده یورو مرستې پکېج د دغو شپږو هېوادونو لپاره چمتو کړی دی.

تمه ده د مې پر ۶مه، د اروپایي ټولنې او بالکان هېوادونو مشران په دې اړه وېډیویي غونډه جوړه کړي.

XS
SM
MD
LG