د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

پوتین: د تېلو مارکېټ ثبات لپاره بهرنیو شریکانو سره همکارۍ دوام کوي


ولادیمیر پوتین
ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر وایي په نړۍ کې د تېلو په مارکېټ کې د ثبات رامنځته کولو لپاره له خپلو بهرنیو شریکانو سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

ولادیمیر پوتین چې د اپرېل پر ۲۹مه، په مسکو کې له خپل کور څخه د روسیې د تېلو برخې له لوړپوړو چارواکو سره د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې کولې، وویل چې دا لومړی ځل نه‌دی چې د تېلو نړیوال مارکېټ له بې‌ثباتۍ سره مخامخ کېږي، خو دا ځل د تېلو د بازار بې‌ثباتي یې بې‌سارې وبلله.

ولسمشر پوتین زیاته کړه: "موږ به له خپلو بهرنیو متحدینو سره لازمې همکارۍ ته دوام ورکړو څو یوې داسې موافقې ته ورسېږو چې پر مټ‌یې د تېلو په مارکېټ کې انډول رامنځته شي. داسې حل لارې به ولټوو چې له مخې یې کمپنۍ وتوانېږي اوږد مهاله پلانونه تطبیق کړي او پر پرمختیایي برخو او هم کار موندنې پانګونه وکړي."

په همدې حال کې د روسیې د انرژۍ وزیر الکساندر نوواک هم په دې کنفرانس کې خوشبیني وښوده چې ښایي د روان کال د دوهمې نیمایي له پیل څخه د نړۍ د تېلو مارکېټونو کې ثبات رامنځته شي.

نوموړي د یو شمېر هېوادونو له‌خوا د کرونا ویروس له کبله د لګول شویو محدودیتونو تدریجي کموالي او د مې پر لومړۍ نېټه د اوپک سازمان د موافقې پیل ته په اشارې وویل چې دا موضوعات هیلې بخښونکي دي.

د کرونا ویروس د خورېدو له کبله په نړۍ کې د تېلو بیې په بې‌ساري ډول راټیټې شوې دي.

XS
SM
MD
LG