د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

د اختر ورځو کې به کابل کې شدید قرنطین وي


ارشیف، د کابل لارو کوڅو کې پولیس
ارشیف، د کابل لارو کوڅو کې پولیس

پلازمېنه کابل به د اختر په ورځو کې تر شدید قرنطین لاندې وي. افغان چارواکي وايي، دا ګرځ‌بندیز د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په جدیت عملي کوي.

سږنی اختر به تر پخوانیو اخترونو ډېر بدل وي. افغان چارواکو له خلکو غوښتي چې د اختر په ورځو کې دې خپلو کورونو کې پاتې شي او له ګرځېدو او یو بل کره له ورتلو دې ډډه وکړي.

ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۰۱» د کابینې په غونډه کې له "خلکو وغوښتل چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د اختر په ورځو کې له تګ راتګ څخه صرف نظر وکړي." دا خبره ارګ په یوې خبرپاڼه کې کړې ده.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري هم د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د کوچني اختر په ورځو کې به په کابل کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره بشپړ ګرځ‌بندیز وي.

بل‌خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم وايي چې د کابینې د پرېکړې سره سم به د اختر ورځې په کابل کې د ګرځ‌بندیز ورځې وي، او پولیس دنده لري چې دا ګرځ‌بندیز عملي کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: ”پولیس دنده لري چې د کابینې د دې پرېکړې د عملي کېدو په خاطر ټولې عمومي او فرعي لارې وتړي. په پلازمېنه کې ټولو ښاریانو ته زموږ پیغام دا دی چې د دې پرېکړې په بنسټ چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ده چې یو لوی ګواښ دی، په خپلو کورونو کې پاتې شي او له ګرځېدو راګرځېدو ډډه وکړي."

یوازې د کورنیو چارو وزارت نه‌دی چې د راتلونکي اختر په ورځو کې یې خلکو ته په کورونو کې د پاتې کېدو سپارښتنه کړې. د افغانستان عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال وحید مجروح هم د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې له خلکو وغوښتل چې د اختر په ورځو کې له ګرځېدو راګرځېدو ډډه وکړي او اختر دې له خپلو کورنیو سره ولمانځي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح

ویل کېږي چې په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې ګڼ خلک دغلته د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګېدلی رسمي ګرځ‌بندیز نه‌عملي کوي او د کرونا ویروس ګواښ جدي نه‌ګڼي.

خو د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح وايي، شمېرې ښيي چې په وروستیو څلورو ورځو کې په کرونا ویروس د اخته کېدو پېښې په ځانګړې توګه کابل کې څو چنده زیاتې شوي او د روغتونونو عاجل واټونه د کرونا ویروس له ناروغانو ډک شوي دي.

نوموړي خبرداری ورکړ چې که خلک نور هم پر ګرځېدو راګرځېدو محدودیتونه مراعت نه‌کړي او د عامې روغتیا وزارت په سپارښتنو عمل ونه‌کړي، ښایي یو ناورین رامنځته شي چې د عامې روغتیا وزارت‌یې په اړه اندېښمن دی.

خو له دې سره په یو وخت د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې فوق‌العاده غونډې د کابل د والي هغه طرحه تأیید کړه چې له اختر وروسته په کابل ښار کې پر کاروبارونو او ګرځېدو محدودیتونه نرموي.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري
د کابل والي محمد یعقوب حیدري

ارګ د کابینې د دې غونډې په اړه په یوې خبرپاڼه کې د کابل د والي له خولې ویلي، په دې طرحه کې به "د دکانونو، سرایونو، اصنافو، زرګریو، صرافانو او منډیانو د فعالیت د وختونو د تفکیک تنظیم د عامې روغتیا وزارت د لارښوونو حتمي رعایت سره څرګند" وي. همدارنګه د طرحې له مخې په ښار کې به موټر "د هغو د پلېټ اخر نمبر ته په کتو په طاق او جفت ورځو کې د تګ راتګ اجازه" ولري او په "ښاري موټرو کې له درې تنه مساپرو څخه زیات ممنوع دي."

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت سلاکار مولوي محمد حمیم حمیدي ازادي راډیو ته ویلي هغه کسان چې د اختر لمانځه ته ځي، باید د روغتیا وزارت سپارښتنې په ټینګه مراعت کړي، ماسک او دسکشونه ولري او له ځان سره خپل جاینماز یوسي. همدارنګه د لمانځه پر مهال له یو بل واټن هم مراعت کړي.

XS
SM
MD
LG