د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۴

د کرونا ویروس خپرېدو وېره؛ کابل کې ګرځبندیز نه مراعتېږي


خلک وايي، په روانه روژه کې لوږې اړایستل چې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره له کورونو ووځي.
خلک وايي، په روانه روژه کې لوږې اړایستل چې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره له کورونو ووځي.

په کابل ښار کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر، لګېدلی ګرځبندیز په لازمه توګه پلی نه شو.

خلک وايي، په روانه روژه کې لوږې اړایستل چې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره له کورونو ووځي.

په کابل ښار کې د خلکو بېوزلي، بیکاري، د نفوسو زیاتوالی او د خوراکي موادو د بیولوړوالی لامل شو چې، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر د حکومت لخوا لګول شوي ګرځبندیز په سمه توګه پلی نه شي.

کابل ښاریان سره له دې چې پوهېږي ګرځبندیز د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ګټوردی خو وايي که دوام وکړي، خلک به له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

د کابل ښار اوسېدونکی ابراهیم خېل ازادي رادیو ته وویل: "د قرنطین دوام ښه و، ځکه چې په قرنطین کې دغه مرض منفي خوا ته ځي خو خلک له لوږې او مجبوریته راوځي، که نه د هیچا نه خوښېږي له کورونو ووځي او په ناروغۍ اخته شي."

دغه راز د دې ښار بل اوسېدونکی بهلول ابراهیمي وايي: "د دې پرځای چې قرنطین مراعات شي لاپسې ماتېږي او له دې امله ورسره ورځ په ورځ په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېرهم ډېرېږي، که قرنطین اوږد شي ښه ده خو خلک اړدي چې له کورونو ووځي."

په کابل ښار کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف حکومت شاوخوا دوه ماشتې مخکې د خلکو په تګ راتګ او له خوراکي او روغتیايي موادو پرته د نور توکیو د دکانونو پر فعالتیونو بندیز ولګاوه.

دغه بندیز په لومړي سرکې د پولیسو په همکارۍ ددولت د اړوندو ارګانونو لخوا په ښه توګه ترسره شو خو په دې وروستیو ورځو کې لیدل کېږي چې، په ښار کې د خلکو او موټرو ګڼه ګوڼه بېرته ډېره شوې او د ښار ډېری دکانونه خلاص شوي دي.

د کابل ښار روان وضعیت ته په کتو د عامې روغتیا وزارت پر خلکو بیا بیا غږ کوي چې د ځانونو، کورنیو او ټولنې د روغتیا په خاطر دې ګرځبندیز مراعات کړي او که نه نو کرونا ویروس به په ټولنه کې یو ناورین رامنځته کړي.

دغه وزارت وايي ګرځبندیز اوس هم نافذ دی او پای ته رسېدل یې په ټولنه کې د کرونا ویروس له خپرېدو پورې اړه لري.

وحید الله مجروح
وحید الله مجروح

د دغه وزارت مرستیال وحید الله مجروح وايي: "د ګرځبندیز د لیرې کېدو په اړه هېڅ رسمي تصمیم نه دی نیول شوی، د عامې روغتیا وزارت د ګرځبندیز د تدریجي لیرې کولو لپاره یوه مقرره ترتیب کړې، په لومړي ګام کې درې میاشتې، په دوم پړاو کې یو کال او په دریمه مرحله کې له یوه کال نه زیات وخت ته اړتیا شته."

دا په داسې حال کې ده چې په ټول افغانستان کې د کرونا پر ویروس د اخته کسانو شمېر۶۴۰۲ ته رسېدلی چې ډېری پېښې یې په کابل، هرات، کندهار او ننګرهار ولایتونو دي.

د دغه وزارت په خبره د یاد ویروس په خپرېدو کې تراوسه هم کمی نه دی راغلی.

XS
SM
MD
LG