د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

د ملګرو ملتونو سرمنشي: طالبانو په ۵۰ فرمانونو د نجونو او ښځو حقونه له‌منځه وړي دي


د طالبانو لخوا د یو شمېر ښځو د بندیانولو شېبو ته منسوب تصویر - ارشیف
د طالبانو لخوا د یو شمېر ښځو د بندیانولو شېبو ته منسوب تصویر - ارشیف

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د افغانستان په ګډون د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د ښځو د وضعیت په اړه یو ځل بیا اندېښنه وښوده.

ښاغلي ګوتریش چې پرون یې د ښځو د وضعیت په اړه د دې سازمان د کمېسیون ۶۸مې غونډې ته وینا کوله؛ د طالبانو له‌خوا په افغان نجونو او ښځو لګولو شویو محدودیتونو او بندیزونو ته په اشارې وویل، طالبانو له ۵۰ زیات داسې فرمانونه صادر کړي چې د نجونو او ښځو حقونه یې له‌منځه وړي دي.

هغه زیاته کړه:

"په ټوله نړۍ کې شخړې او بحرانونه د زیاتېدو په حال کې دي چې په نجونو او ښځو ویجاړونکی اغېز لري. په افغانستان کې طالبانو تر ۵۰ زیات فرمانونه صادر کړي چې د ښځو او نجونو حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي. "

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي هر څه ژر په نړۍ کې د ښځو د حقونو د دفاع په بېړنۍ اړتیا هم ټینګار وکړ.

بل‌خوا د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو کمېسیون ۶۸مې غونډې ته په پرانستونکي وینا کې د دې سازمان د ښځو د برخې اجراییه مشرې سیما باهوس وویل، د افغانستان په ګډون؛ په منځني ختیځ، سوډان، مېمانمار او ځینو نورو هېوادونو کې نجونې او ښځې د هغې جګړې بیه پرې کوي چې اصلا دوی پیل کړې نه‌ده.

هغې په ټولو شخړو کې د جنسیت پر بنسټ او له نجونو او ښځو سره هر ډول تاوتریخوالی هم وغنده.

په ورته وخت کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض په اړه د ملګرو ملتونو د کاری ډلې مشره دروتي ایسترادا تانک وايي، په افغانستان کې نجونې او ښځې د ژوند له ټولو چارو حذفېږي.

هغې چې د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو کمېسیون ۶۸مې غونډې ته یې وینا کوله وویل:

" اجازه را کړۍ چې ستاسې پام د افغانستان قضیې ته را واړوم، چېرته چې نجونې او ښځې د یو ځپونکي او د جنسیتي اپارتاید رژیم تر سلطې لاندې ژوند کوي. اوسنيو شرایطو سخت فقر لا زیات کړی دی. په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې نجونې او ښځې له عامه ژوند څخه لېرې کېږي. د زده‌کړو، کار، روغتیا، عدالت ته د لاس‌رسي، سفر او لباس په برخه کې د هغوی حقونه په جدي توګه محدود شوي دي. "

اغلې دروتي په نجونو د زده‌کړو بندیز ته اشاره وکړه او زیاته کړه، د نجونو په زده‌کړو بندیز د راتلونکې لپاره د هغوی د ژوند فرصتونه په جدي توګه کموي او د هغو کسانو لپاره چې لا له وړاندې په فقر کې ژوند کوي، شاید دا ناوړه دوره پای و نه مومي.

افغان ښځو هم د طالبانو د قیوداتو پر ضد اعتراضونه کړي، خو طالب چارواکي د ښخو د حقونو د تامین ادعا لري
افغان ښځو هم د طالبانو د قیوداتو پر ضد اعتراضونه کړي، خو طالب چارواکي د ښخو د حقونو د تامین ادعا لري

د طالبانو حکومت بیا تر اوسه د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ښځو د وضعیت په اړه په جوړې شوې غونډه کې د افغان نجونو او ښځو د وضعیت په اړه د نړیوالو څرګندونو ته غبرګون نه‌دی ښودلی، خو پرون یې د امر‌باالمعروف او نهي‌ عن‌المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي په میدان وردک کې یوې غونډې ته ویلي، په افغانستان کې د ښځو حقوقو خوندي دي او په دې تړاو د لوېدیځو هېوادونو اندېښنې بې‌بنسټه دي.

دا په داسې حال کې چې د افغانستان د نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړې استازې بیا د ښځو وضعیت په ۶۸مه غونډه کې د افغان نجونو او ښځو په اړه له پیل شویو بحثونو هرکلی کړی.

رینا امیري په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، په افغانستان کې پېچلې ننګونې باید د هغو اصولو او مهارتونو پر بنسټ حل شي چې د افغان نجونو او ښځو له‌خوا رهبري کېږي.

د ویلو ده چې د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د کمېسیون ۶۸مه غونډه پرون دوشنبه پیل شوه او ټاکل شوې تر راتلونکو لسو ورځو دوام وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG