د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۳

د طالبانو په زندان کې د بندي ښځینه فعالې منیژه صدیقي د وضعیت په اړه اندېښنې

د طالبانو په زندان کې بندي ښځینه فعاله، منیژه صدیقي
د طالبانو په زندان کې بندي ښځینه فعاله، منیژه صدیقي

د افغانستان د معترضو مېرمنو خود جوشه خوځښت، ملګرو ملتونو ته په یوه پرانیستي لیک کې چې یوه کاپي یې ازادي راډيو ته هم رالېږل شوې او د چهارشنبې په ورځ خپور شوی، د دې خوځښت د غړې منیژه صدیقي د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.

په لیک کې راغلي چې مېرمن صدیقي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په نهمه د طالبانو لخوا ونیول شوه او څه موده وروسته د څرخي پله زندان ته ولېږدول شوه، د نورو مواردو تر څنګ د طالبانو د مشرانو د عکس په سوځولو تورونه او په یوه نیم کال بند محکومه شوې ده.

خو په لیک کې دا تورونه رد شوي او لیکل شوي دي:

"هغه د جنسیتي اپارتاید پر ضد د مبارزې او د ښځو د بنسټيزو حقونو څخه د دفاع پرته هیڅ ګناه نه لري. "

د یاد خوځښت غړې، لیلا بسیم په زندان کې د منیژه صدیقي د وضعیت په اړه وویل:

" هغه مېرمن چې د خپلو حقونو او د افغانستان د ښځو د حقونو لپاره پورته شوې وه اوس د څرخي پله په زندان کې په ناوړه ډول شکنجه کیږي او خورا بد وضعیت کې ده. تر دې بدتره دا چې کورنۍ ته یې هم اجازه نه ورکول کیږي چې د هغې د روغتیا لپاره درمل یوسي."

د افغانستان د معترضو مېرمنو د خودجوشه خوځښت په لیک کې له ملګرو ملتونو غوښتل شوي چې په دې اړه مسوولانه، عملي او بېړنی اقدام وکړي.

همدا شان د ښځو او بشري حقونو فعاله، ترنم سعیدي وايي که د طالبانو د کړنو پر وړاندې بېړنی اقدام ونه شي، په افغانستان کې به د بشري حقونو ناورین رامنځته شي.

د طالبانو تر واک لاندې د پلچرخي زندان
د طالبانو تر واک لاندې د پلچرخي زندان

نوموړې ازادي راډیو ته وویل:

" که د دې ناوړه وضعیت لپاره کوم اقدام او ګډې کورنۍ او نړیوالې هڅې ترسره نه شي، د دې وضعیت پایلې به ډېرې وحشت ناکې وي."

ومو غوښتل د یاد خوځښت د ادعاوو په اړه د طالبانو حکومت نظر هم ولرو خو ویاند یې، ذبیح الله مجاهد په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

مجاهد تر دې مخکې طلوع نیوز خصوصي رسنۍ سره د خبرو پر مهال ویلي وو چې د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي او د زده کړې دوه نارینه فعالان: صدیق الله افغان او احمد فهیم عظیمي، د اسنادو او شواهدو پر بنسټ، د غیر قانوني او غیر شرعي کړنو په تور نیول شوي.

د بښنې نړیوال سازمان (ایمنیستي انټرنشنل) بیا د دوشنبې په ورځ د دوی لپاره د عدالت غوښتنې د کمپاین په دوام کې، د دغو فعالانو نیول خپلسري بللي او ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت د دغو فعالانو پر ضد هېڅ اسناد نه لري، خو بیا هم دوی یې په بند کې ساتلي دي.

طالبانو پر افغانستان له بیا ځلي واکمنیدو وروسته، د دوی کړنلارو منتقدین، ګڼ شمېر معترضین او فعالان ونیول او بندیان یې کړل چې ځینې یې له څه مودې وروسته خوشې خو ځینې یې لا هم په بند کې دي.

راپور له دې برخې دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG