د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

اندیشه: نړیوال دې افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه د خبرو پر ځای اقدام وکړي


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد اندیشه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد اندیشه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد اندیشه وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو نقض له پامه نه شي غورځول کېدای او باید نړیواله ټولنه د طالبانو له لوري د بشري حقونو د نقض په وړاندې اقدامات وکړي.

نوموړي په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شوا په اتمه عمومي غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، اوس د اقدام وخت دی نه د خبرو او ټینګار یې وکړ چې د ویانا د بیانیې له مخې، باید د دغو مسایلو په وړاندې اقدام وشي.

ښاغلي اندیشه له غړو هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د هر فرد د انساني کرامت د خوندیتوب لپاره د خپلواکو څېړنو د ترسره کولو او د مجازاتو څخه د معافیت په وړاندې له دوی سره ودریږي.

نوموړي ادعا وکړه چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د انساني کرامت اصل ګواښي.

" غیر قانوني وژنې، خپلسري نیول، د ټولنې د هر قشر شکنجه او ناوړه چلند د افغانانو د ژوند حقیقتونه دي، د طالبانو حکومت زما په هیواد کې د انساني کرامت اصل ګواښي."

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي په تېرو نږدې درېیو کلونو نړیوالې ټولنې د افغانستان د ښځو د حقونو په اړه غونډې وکړې او اعلامیې یې خپرې شوې خو پایله یې ورنکړه او د طالبانو په سیاستونو یې هیڅ راز اغېز ونه کړ.

دوی هم غوښتنه کوي چې نړیواله ټولنه دې عملي اقدام وکړي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې مینه رفیق ازادي راډيو ته وویل:

" بل اخره موږ د څه شي انتظار کوو، نړیواله ټولنه د څه شي انتظار کوو، ملګري ملتونه چې د بشري حقونو د خوندیتوب دنده لري، په افغانستان کې ولې باید بشري حقونه خوندي نه شي، په افغانستان کې ښځې هره ورځ له ستونزو سره مخ کیږي، هره ورځ جنسیتي تبعیض رامنځته کیږي، موږ عمل غواړو، داسې نه کیږي باید نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه له دې وروسته عملي اقدام وکړي."

طالبان بیا- بیا د ښځو او نورو افغانانو د بشري حقونو په پراخ نقض تورن دي، خو دوی دا ادعاوې رد کړي
طالبان بیا- بیا د ښځو او نورو افغانانو د بشري حقونو په پراخ نقض تورن دي، خو دوی دا ادعاوې رد کړي

د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې نرګس سادات وویل:

" که رېښتیا هم نړیواله ټولنه او د بشري حقونو بېلابېل بنسټونه غواړي د افغانستان د ښځو لپاره لاس ته راوړنه ولري، رېښتیا هم غواړي چې د افغان مېرمنو تر شا ودریږي او د ښځو غږ شي، نو طالبان دې له سختو بندیزونو سره مخ کړي او مالي مرستې دې ورسره بندې کړي. "

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته پر ښځو او نجونو د زده کړو او کار ترڅنګ د ژوند په بېلابېلو برخو کې سخت محدودیتونه لګولي دي.

د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې له لوري په پراخه بشري سرغړونې تورن دی، خو طالبانو په وار وار ادعا کړې چې د ښځو په ګډون په افغانستان کې د ټولو خلکو حقونه د شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، هغه ادعا چې د ښځو د حقونو بیلابیلو بنسټونو او نړیوالې ټولنې ته د منلو نه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG