د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۳

د اروپايي پارلمان غړو په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت او بحران اندېښنه وښوده


د اروپايي پارلمان د عمومي غونډې یو انځور
د اروپايي پارلمان د عمومي غونډې یو انځور

د اروپايي پارلمان غړیو د هغه څه په اړه چې دوی یې په افغانستان کې بشري بحران او بشري حقونه بولي، یو وار بیا سخته اندېښنه وښوده.

د هغه څه په اړه چې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو سرغړونه ګڼل کېږي، پرون پنجشنبې د اروپايي پارلمان په غونډه کې له بحثه وروسته یو پرېکړه لیک تصویب شو.

د اروپا پارلمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو د افغانستان قضايي سیستم له منځه وړی، قاضیانو ته یې امر کړی چې شرعي قوانین په بشپړ ډول تطبیق کړي، ښځې او نجونې له ټولنیز ژونده محرومه کړي او دا هغه اقدام دی چې د اروپايي پارلمان د غړیو په وینا په جنسي کړاو او جنسیتي اپارټایډ بدلېږي.

طالبانو پخوا ویلي وو چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو د حقونو رعایت ته ژمن دي.

دوی همداراز ویلي چې تر واک لاندې یې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

د اروپا د پارلمان غړیو له طالبانو غوښتي چې په عمومي او ټولنیز ژوند په تېره بیا د زده کړو او کار په برخو کې نجونو او ښځو فوراً برخه ورکړي.

طالبانو په افغانستان کې له واک ترلاسه کولو وروسته په تېرو دو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو او همداراز پوهنتونه منع کړي دي.

د اروپايي پارلمان په پرېکړه لیک کې له طالبانو دا هم غوښتل شوي چې د اعدام علني سزا، وحشیانه ځورول او کړول او په ځانګړي ډول د ښځو او قومي-مذهبي اقلیتونو خلاف تبعیضي پالیسۍ پای ته ورسوي.

د اروپا د پارلمان غړیو ټینګار کړی چې له طالبانو سره د اروپايي اتحادیې هر راز تعامل یوازې د شورا له لوري د ټاکل شویو شرایطو او د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتو د ځانګړي راپورتر ریچارډ بینېټ د سپارښتنو پر اساس ترسره کېدای شي.

تراوسه هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG