د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۸

کابل ته د قطر د پلاوي سفر؛ طالبان یې د دوحې ناستې کې ګډون ته وهڅول


یو شمېر طالب چارواکي په دوحه کې - ارشیف
یو شمېر طالب چارواکي په دوحه کې - ارشیف

په بهرنیو چارو کې د قطرد دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د طالبانو د ریس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې چې پرون پنجشنبې په کابل کې ترسره شوه، له طالبانو وغوښتل چې د دوحې په را روانه غونډه کې ګډون وکړي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا دفتر پرون پنجشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې ملا عبدالغني برادر اخوند ټینګارکړی چې د افغانستان په اړه په نړیوالو غونډو کې باید د افغانستان د اسلامي امارت پلاوی ګډون وکړي ترڅو دا غونډې مثبتې نتیجې ولري، خو د نوموړي په خبره په دا ډول غونډو کې دې د اسلامي امارت موقف او غږ ته درناوی وشي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې اړه یې ملګرو ملتونو ته هم خپل دریځ واضح کړی.

د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال همدارنګه ویلي چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره پراخې سیاسي – اقتصادي اړیکې غواړي او د همدغه سیاست په غوره کولو سره دوه اړخیز تعامل ته را وړاندې شوی دی.

د قطرد بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون پنجشنبې یې په خپله وېبپاڼه کې خپورکړی، ویلي چې په بهرنیو چارو کې د قطرد دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د سرپرست حکومت له بېلابېلو چارواکو سره لیدنې کتنې ترسره کړې.

د بیان له مخې، نوموړي د طالبانو د ریاست الوزرا له اقتصادي، سیاسي او اداري مرستیالانو هریو: ملاعبدالغني برادر، مولوي کبیر او عبدالسلام حنفي او د دفاع او کورنیو چارو له سرپرست وزیرانو ملا محمد یعقوب مجاهد او سراج الدین حقاني سره وکتل.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره کابل کې
د ملګرو ملتونو سرمنشي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره کابل کې

په بیان کې که څه هم په دوحه کې د را روانې غونډې موضوع نه ده یاده شوې خو ویل شوي چې په دې لیدنو کتنو کې د افغانستان د روان وضعیت، په ځانګړې توګه د سیاسي، بشري، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه خبرې وشوې.

قطر چې د افغانستان د سولې په پروسه او د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې په ګډوډۍ کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په مهال د کابل له هوایي ډګرڅخه د په لسګونو زره کسانو د ایستلو په بهیر کې مهمه ونډه اخیستې، لېواله دی چې د دوحې دې درېیمه غونډه کې د طالبانو پلاوی ګډون وکړي.

په سیاسي چارو کې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیرې ډیکارلو هم روانه اونۍ کابل ته په سفر کې د طالبانو حکومت ته په دې غونډه کې د رسمي بلنې ترڅنګ د دوی چارواکي وهڅول چې استازي یې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

خو پوښتنه داده چې ایا د طالبانو غوښتنې به د دغې غونډې تنظیمونکې چې مهم لوری یې ملګري ملتونه دي، ومني؟ دا پوښتنه مو د سیاسي او حقوقي چارو له شنونکي نصرالله ستانکزي څخه وکړه. هغه وویل:

د سیاسي او حقوقي چارو شنونکی نصرالله ستانکزی
د سیاسي او حقوقي چارو شنونکی نصرالله ستانکزی

" داسې بریښي چې دواړه لوري، هم ملګرو ملتونه هم طالبان ښایي له خپلو دریځونو یوڅه په شا شوې وي. او همداشان داهم باید له یاده ونه باسو چې که چېرې په دې غونډه کې د طالبانو استازي ګډون ونکړي دا غونډه به بیا هم لکه د تیرو غونډو غوندې بې پایلې وي او په دې صورت کې به ملګري ملتونه مجبوروي چې مسله یوځل بیا د دې سازمان عمومي اسامبلې ته او بیا هم امنیت شورا ته د نویو پرېکړو لپاره واستوي."

په هغې اعلامیه کې چې د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې اغلې ډیکارلو د سفر په پای کې خپره شوې، ملګرو ملتونو ویلي چې د دوحې د درېیمې غونډې هدف له افغانستان سره په لا همغږي، منسجم او رغنده توګه د نړیوال تعامل زیاتوالی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازي ټام ویسټ چې د دوحې د مخکینۍ غونډې له مهمو ګډونوالو څخه و، هم په دې وروستیو کې په قطرکې له یو شمېر چارواکو سره د افغانستان اړوند مسایلو او له هغې ډلې د دوحې د غونډې لپاره پر تیاریو خبرې کړې دي.

ښاغلي ویسټ پرون پنجشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې وړمه ورځ یې په دوحه کې د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر ښاغلي ډاکټرالخلیفي او سفیر فیصل بن عبدالله الحنزاب سره وکتل او په افغانستان کې یې د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

هغه همدارنګه د حل لارو او ګډو زمینو د موندلو لپاره د غونډو په تنظیمولو کې د قطر د رول ستاینه کړې ده.

ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه د راتلونکې جون میاشتې په دېرشمه جوړه شي چې دوه ورځې به دوام وکړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر
د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر

په دوحه کې د ملګروملتونو په کوربه توب دوهمه غونډه د روان کال په فبرورۍ کې د طالبانو له حضورپرته ترسره شوه.

طالبانو د خپل نه ګډون دلیل دا ښودلی و چې د دوی شرطونه نه دي منل شوي، خو د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش هغه مهال وویل چې د طالبانو وړاندې کړي شرطونه دوی ته د منلو نه و.

ټاکل شوې وه چې په هغې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یوه نوي ځانګړې استازي د ټاکلو په اړه پرېکړه وشي چې طالبانو ورسره سخت مخالفت کړی و.

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر روانه اونۍ یوځل بیا د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت وښود او ویې ویل چې د ملګروملتونو د اوسنیو میکانیزمونو په موجودیت کې د دغه ډول استازي ټاکنې ته اړتیا نشته.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG