د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۵

تاسمګامبتوف: افغانستان د بې ثباتۍ اصلي مرکز او له پولو اخوا د ننګونو او ګواښونو سرچینه ده


 د جمعي امنیتي تړون د سازمان مشر ایمانګلی تاسمګامبتوف
د جمعي امنیتي تړون د سازمان مشر ایمانګلی تاسمګامبتوف

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان مشر د افغانستان له اړخه د تروریزم د متوجه ګواښ په اړه د اندېښنې په ښودلو سره ادعا کړې چې دغه هېواد په منځنۍ اسیا کې د بې ثباتۍ اصلي مرکز او له پولو اخوا د ننګونو او ګواښونو سرچینه ده.

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان یا "سي‌ایس‌ټي‌او" مشر ایمانګلی تاسمګامبتوف وايي، افغانستان لا هم د جمعي امنیتي تړون د سازمان د غړو د پاملرنې محور دى.

نوموړي د قزافستان په الماتا کې د دوشنبې په ورځ د دغه سازمان د پارلماني مجمعې د امنیتي برخې په غونډې کې، د افغانستان لخوا د تروریزم د ګواښ په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ادعا وکړه چې افغانستان د بې ثباتۍ مرکز او له پولو اخوا د ننګونو او ګواښونو سرچینه ده.

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان مشر زياته کړې چې ياد سازمان د افغانستان اړوند ننګونې او ګواښونه څاري او پر وړاندې يې د مبارزې په برخه کې همغږي دي.

د نوموړي په وينا، دغه څارنه به د دغه سازمان د بهرنيو چارو د وزيرانو شورا تر څارنې لاندې د افغانستان په اړه د کاري ډلې له ظرفيتونو څخه په استفادې ترسره شي.

په ورته وخت کې د تاجکستان د ملي شورا رییس رستم امام علي په دې غونډه کې ويلي چې له افغانستان څخه د مذهبي افراطیت خپرېدل د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د غړو هېوادونو لپاره ګواښ دی.

نوموړى چې د تاجکستان د ولسمشر زوی دی، ادعا کړې چې د افغانستان په دیني مدرسو کې "جهادي ځانمرګي" روزل کېږي او ټینګار کوي چې په افغانستان کې تر زرو زیاتې دیني مدرسې جوړې شوي چې ډېری یې پولو ته څېرمه ولایتونو کې دي.

خو د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد يوځل بيا له افغانستانه د سيمې هېوادونو په تېره بيا تاجکستان ته د ګواښونو په اړه اندېښنې رد کړې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

نوموړي په هغو څرګندونو کې، چې د سه شنبې په ورځ د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون په خپله ايکس پاڼه خپرې کړي ويلي: "دا سمه نه ده چې د افغانستان په اړه اندېښنه وښودل شي یا دا چې ورنه ګواښ متوجه دی. موږ دا خبره ردوو. موږ څو ځلي ټولو هېوادنو په ځانګړي ډول تاجکستان ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به چاته زیان ونه رسېږي."

له دې اندېښنو سره سره، د قزاقستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دغه هېواد په رسمي توګه د ترهګرو سازمانونو له لېست څخه د طالبانو نوم ایستلی او د دې پرېکړې هدف یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ټینګول بللي دي.

خو په مسکو کې پخوانی ډیپلومات او د نړیوالو اړیکو کارپوه غوث جانباز وايي، د سیمې هېوادونه د طالبانو له حکومت سره دوه ګونی سیاست مخته وړي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "ځینې هېوادونه که له یوې خوا سیاسي تعامل ته وده ورکوي، د بېلګې په توګه قزاقستان طالبان د ترهګرو ډلو له لېست څخه باسي، روسیه هم په دې برخه کې وړاندیزونه لري، خو په ورته وخت کې د دغه هېوادونو پوځي او امنیتي سکتورونه وخت په وخت د دوی په ټکو د افغانستان له خاورې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د ترهګرۍ د متوجه خطرونو خبره کوي."

دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې وړاندې د روسیې دفاع وزیر اندري بلوسوف د ډله‌ییز امنیت د تړون د سازمان د دفاع وزیرانو د شورا په غونډه کې وویل چې افغانستان لا هم د منځنۍ اسیا د بې ثباتۍ اصلي سرچینه ده.

د روسیې دفاع وزیر اندري بلوسوف
د روسیې دفاع وزیر اندري بلوسوف

هغه د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې د امنیت پر ټینګښت په ټینګار سره زیاته کړه چې یو شمېر افراطي ډلو په افغانستان کې ځای موندلی او غواړي خپل افراطي افکار ګاونډیو هېوادونو ته پراخ کړي.

خو په دې وروستیو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې له خوا د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طالبانو د احتمالي ایستلو او د هغوی د حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه څرګندونې کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG