د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۰

له افغانستانه د باندې د داعش د عملیاتي وړتیا په اړه اندېښنه وښودل شوه


د داعش بیرغ
د داعش بیرغ

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر په مسکو کې د داعش برید ته په اشارې له افغانستانه د باندې د داعش خراسان څانګې د عملیاتي وړتیا په اړه اندېښنه ښودلې ده.

وروسته له دې چې داعش ډلې د مسکو د کراکوس ښاري تالار کې په ملکي وګړو ډله‌ییزه حمله وکړه، د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال د داعش خراسان څانګې د عملیاتي توان لوړېدو ته اندېښنه ښيي.

مک‌کال پرون د سي‌بي‌ایسCBS تلوېزیون Face the Nation خپرونه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا داعش کولای شي په امریکا برید وکړي وویل: "هغه ته داسې برېښي."

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر په څرګندو ټکو اروپا او امریکا ته د داعش ډلې د ګواښ په اړه هم خبرداری ورکړ.

هغه زیاتوي: "د سنټکام مشر جنرال کوریلا دا اوونۍ کانګرس کې وویل چې داعش خراسان څانګه به په شپږ میاشتو کې د دې وړتیا ولري چې له افغانستانه د باندې عملیات وکړي. له دې یوازې شپږ ورځې تېرې شوې چې داعش په مسکو حمله وکړه. زه فکر کوم اروپا هم اندېښمنه ده. دا داسې ده لکه موږ چې پخوانۍ لوبې ته ګرځوو، چېرې چې تاریخ بیا تکرارېږي."

د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال
د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال

جمهوري غوښتونکي سناټور مایکل مک‌کال چې د ولسمشر بایډن د حکومت یو له سختو منتقدانو دې له افغانستانه د امریکايي عسکرو ایستل هم تر پوښتنې لاندې راوستل او ویې ویل، "متحده ایالاتو له استخباراتي څارنې او د داعش د وړتیاوو له ارزونې پرته افغانستان پرېښود."

مک‌کال د امریکا دا پرېکړه او عمل "یوه جدي تېروتنه" وبلله چې له قوله یې "امریکا یې ګواښ سره مخ کړې ده."

خو د ولسمشر بایډن حکومت بیا په ځلونو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستو د پرېکړې ننګه کړې او هغه پر ځای اقدام يې بللی دی.

د تېر کال په مارچ مياشت کې د امریکا متحده‌ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مایکل کوریلا ویلي وو، په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د غړو شمېر زیات شوی او ۲۲۵۰ تنو رسېدلی دی.

د روان کال په فبروري کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او له تروریزم سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د برخې مشر ولادیمیر ورونکوف امنیت شورا ته ویلي وو، په افغانستان کې د داعش د بیا راپورته کېدو خطر لا پر ځای دی.

هغه دا هم ویلي وو چې داعش خراسان څانګې له افغانستانه د باندې د حملو نیت لري.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې د کب میاشتې په وروستیو کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مخکني قوماندان جنرال کنت مکنزي کانګرس ته ویلي وو، طالبان په امریکا د برید نیت نه‌‌لري، خو هغو ډلو ته یې پناه ورکړې چې غواړي په متحده‌ایالاتو حمله وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG