د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۱

کابل ته د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر سفر؛ تاشکند طالبانو سره د اړیکو د پياوړتیا په هڅه کې دی

 د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر،بختیار سعیدوف
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر،بختیار سعیدوف

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د طالبانو د رییس الوزرا او نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي.

د طالبانو حکومت ویلي چې په دې لیدنو کې په اقتصادي مساییلو، پانګونې او دوه اړخیزو روابطو بحث شوی.

ازبکستان مخکې له افغانستانه د ازبکستان د اسلامي تحریک د وسله والو او د داعش له ګواښونو اندېښنه ښودلې وه.

د طالبانو په بیا واکمنېدو ازبکستان لږ څه محتاطانه چلند کاوه، خو په دې وروستیو کې ګډو مسایلو او د ګټو خوندیتوب د طالبانو او ازبکستان اړیکې زیاتې کړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د سه شنبې په ورځ په یوه رسمي سفر کې کابل ته ولاړ او هلته یې له لوړپوړو طالب چارواکو سره ولیدل.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ په یوه مفصله اعلامیه کې د طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره د ښاغلي سعیدوف د لیدنې جزییات خپاره کړي چې منځپانګه یې تر ډېره پر اقتصادي اړیکو او د پانګونې په فرصتونو څرخیږي.

د خبرو یو اصلي بحث د افغان - ترانس پروژه وه
د خبرو یو اصلي بحث د افغان - ترانس پروژه وه

که څه هم د ازبکستان رسمي اژانسونو او بهرنیو چارو وزارت لا د دې لیدنو جزییات نه دي خپاره کړي خو د ارګ په پاڼه کې راغلي چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د سیمنټو د تولید د یوې فابریکې د جوړولو، د ډبرو سکرو د استخراج او له ډبرو سکرو د ۲۰۰ میګاواټه بریښنا د تولید د پروژو په سر د پانګونې ژمنه کړې ده.

بختیار سعیدوف په حواله د ارګ په بیان کې همداراز راغلي چې ژر به د ټرانس – افغان د ریل پټلۍ په تړاو یو تخینکي پلاوی افغانستان ته سفر وکړي او د دې پروژې تخنیکي چارې به و ارزوي.

د طالبانو رییس الوزرا له سعیدوف سره ژمنه کړې چې په ټولو برخو کې به همکاري ورسره کوي.

تر ملا حسن اخوند مخکې سعیدوف د طالبانو د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا برادر او اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي سره هم لیدلي.

سعیدوف داسې وخت د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه افغانستان ته سفر کړی چې له داعش او د ازبکستان له اسلامي تحریک وسله والو د دغه هېواد اندېښنې لا هم په خپل ځای پاتې دي.

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالسلام حنفي ادعا کړې چې داعش له منځه وړل شوی.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې امریکايي چارواکي او د سیمې هېوادونه اندېښمن دي چې په دې هېواد کې القاعده او داعش اسلامي دولت او ورسره تړلیو ډلو فعالیتونه زیات شوي او دوی ته یې جدي اندېښنې رامنځته کړې دي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشر جنرال مایکل ایریک کوریلا د امریکا د سنا جرګې د پوځي چارو د کمېټې غونډه کې وویل چې د منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونه د داعش یا اسلامي دولت ډلې د فعالیتونو په تړاو په وار وار اندېښنې ښودلي.

جنرال کوریلا ویلي که څه هم طالبانو په ۲۰۲۳ کال کې د داعش خراسان ځینې مشران هدف ګرځولي، خو د ترهګرۍ ضد فشار د دوام لپاره یې نه کوم نیت او نه کومه وړتیا ښودلې.

خو طالبانو بیا دا څرګندونې رد کړي او رسنیو ته یې ویلي چې د دوی ځواکونه چا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ پېښ کړي.

د داعش او نورو اسلامپالو ډلو په ګواښ سربېره چې د منځنۍ اسیا هېوادونه ترې اندېښمن دي؛ ازبکستان تر دې مخکې د افغانستان د یوې لوی کانال قوش تیپې په فعالیدو او جوړېدو اندېښنه ښودلې.

ازبکستان د پنبې د کروندو لپاره ډېرو اوبو ته اړتیا لري چې د راپورونو له مخې، د قوش تیپې کانال ممکن ازبکستان ته د ډېرو اوبو د اوښتو مخه ونیسي خو طالبانو ویلي چې دا کانال د ازبکستان د اوبو مخه نه نیسي.

د داعش بیرغ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG