د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

ازبکستان ولې ترانس افغان پروژې ته ډېر لېواله دی؟


 د ترانس افغان رېل لارې اړوند یو تصویر
د ترانس افغان رېل لارې اړوند یو تصویر

یوروایشیا نیټ د ترانس افغان رېل لارې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د دې خپرونې پر اساس، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په ۲۰۲۳ م کال سوداګري شپږ برابره زیاته شوه او تر ۲۶۶ میلیون ډالرو واوښته.

دا زیاتوالی د دې نښه ده چې د دوو هېوادونو ترمنځ راکړه ورکړه له دې سره- سره چې په افغانستان کې طالبان واکمن دي تر دې هم ډېرېدای شي.

له نورو ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د راکړې ورکړې په شان له ازبکستان سره هم د افغانستان په راکړه ورکړه کې د افغانستان واردات ډېر دي.

افغانستان په ۲۰۲۳ م کال کې له ازبکستان څخه د ۲۳۹ ملیون ډالرو په ارزښت واردات لرلي، خو ازبکستان ته د افغانستان ټول صادرات یوازې ۲۷ میلیون ډالرو ته رسیږي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت پر اساس، ازبکستان ته د افغانستان په صادراتو کې وچه او تازه مېوه او غالۍ شاملېږي خو له ازبکستان څخه اوړه، حبوبات، کیمیايي سره، تېل، ګاز او تر ټولو مهم برېښنا واردوي.

ښايي همدا دلیل وي چې ازبکستان ترانس افغان پروژې ته ډېر لېواله دی. دا هغه پروژه ده چې ازبکستان د افغانستان له لارې په رېل لارې له پاکستان سره وصلوي.

د درېیو هېوادونو چارواکو د تېر کال په جولای کې د دې پروژې د لارې د نقشې په اړه یو پروتوکول لاسلیک کړ.

ټاکل شوې ده چې دا رېل لاره له مزارشریف څخه پیل، په سمنګان، بغلان، پروان، کابل، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې تېره او په غلام خان بندر کې د پاکستان له ریللارې سره ونښلول شي.

اوس د دې پروژې پر تخنیکي سروې او مالي برخو غور کېږي.

د ازبکستان چارواکي اټکل کوي چې که دا رېل لاره جوړه شي نو پاکستان ته د صادراتي او له دغه هېواده د وارداتي تجارتي مال د ترانسپورت لګښت به تر ۴۰ سلنې پورې کم شي، خو د دې پروژې پر اجرا اټکل کېږي چې ۶ میلیارد ډالره ولګول شي.

که دا رېل لاره جوړه شي نو تر ۲۰۳۰ پورې به ۱۵ میلیون ټنه مال پرې انتقال شي.

سیاټل ټایمز ورځپاڼې د افغان موټر چلوونکو پر مخ د پاکستان له لوري د تورخم لارې د بندېدو په اړه د اسوشیتید پریس خبري اژانس راپور خپور کړی دی.

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس نورمحمد حنیف ویلي چې پاکستاني چارواکي له افغان موټر چلوونکو څخه د پاسپورټ او وېزې غوښتنه کوي.

له ډېرو کلونو راهیسي د افغان لاریو چلوونکو بې وېزې پاکستان ته تګ راتګ کولی شوای.

حنیف ویلي چې نور دوی هم له پاکستاني لارۍ چلوونکو څخه د وېزې او پاسپورټ غوښتنه کوي.

پرون (شنبې) پاکستان په داسې حال کې د تورخم دروازه د افغان لارۍ چلوونکو پرمخ بنده کړه چې لسګونه لارۍ په ترکاریو او مېوو بار تورخم ته رسېدلې وې.پاکستان په ځلونو خپلې لارې په بیلابیلو دلایلو بندې کړي دي.

تر دې وړاندې پاکستان په افغان لارۍ چلوونکو د تورخم د بندولو په مهال ویلي و چې په کانتینرونو او لاریو کې بار مېوه د افغانستان نه ده؛ بلکې د منځنۍ اسیا د هېوادونو ده، خو افغان سوداګرو د پاکستان ادعا نه منله.

XS
SM
MD
LG