د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

روسیه کې د کنسرت پر مهال ډزې؛ د وژل شویو کسانو شمېر لږترلږه ۹۳ ته ورسېد


پېښه مسکو ته نژدې د يوه کنسرت پر مهال شوې ده.
پېښه مسکو ته نژدې د يوه کنسرت پر مهال شوې ده.

روسیې په پلازمېنه مسکو کې د تېرې شپې وسله‌والو ډله‌‌ییز برید کې د وژل شویو شمېر تر تر لږه ۹۳ او د ټپیانو هغه نږدې ۱۵۰ ته رسېدلی دی.

د روسیې د ملي تحقیقاتو کمېټې نن په یوه بیان کې د د مړو شویو دا نوې شمېرې اعلان کړې.

دې کمېټې څرګنده کړه چې دا کسان د ډزو په ترڅ کې وژل شوي او یو شمېر یې د لګېدلي اور د لوګي له امله مړه شوي دي.

روغتیایي چارواکي وایي چې تر یوسل او شلو ډېر کسان د اخیستو ټپونو له امله په روغتونونو کې بستر شوي دي.

په دې ترڅ کې یوه جګپوړي امنیتي چارواکي ویلي چې د څلورو مشکوکو وسله‌والو په ګډون ۱۱ تنه نیول شوي دي.

پېښه د کرکیوس ښاري تالار کې د کنسرت پر مهال شوې ده.

داعش ډلې د دې برید مسوولیت منلی او په خپل ټیلګرام یې لیکلي، د دې حملې تر شا د دوی غړي لاس لري.

بېلابېلو روسي رسنیو خبر ورکړی چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شته.

له دې حملې په اخيستل شویو ویډیوګانې چې روسي رسنیو د خپلو چارواکو له قوله تایید کړي لیدل کېږي چې یو شمېر وسله‌وال د کنسرت سیمې ته په ننوتو په خلکو ډزې پیلوي.

روسیي رسنیو د بریدګرو شمېر ۵ تنه ښودلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دا یو ترهګریز برید بللی دی.

د دې هېواد د ملي امنیت شورا مرستیال دیمیتری میدویدیف د دې برید په غبرګون کې ویلي، ترهګر یوازې د زور په ژبه پوهېږي.

هغه د دې پېښې د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی او زیاتوي، له اعدام پرته به هیڅ تحقیق یا محاکمه د دې پېښې د عاملانو لپاره بسنه ونه کړي.

د مسکو ښاروال سیرګي سوبیانین دا حمله یو لوی ناورین بللې او په خپل ټلګرام یې لیکلي، په مسکو کې د اوونۍ د پای د ورځو یعنې شنبې او یکشنبې ټول ورزشي، هنري او فرهنګي پروګرامونه لغوه شوي دي.

روسیې رسنۍ راپور ورکوي چې له برید وروسته، هغه تالار هم اور اخيستی چې حمله پرې شوې وه، خو ناوخته د اور وژونکو له‌خوا خاموش شوی دی.

دې برید په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه هم راپورته کړي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش دا حمله په سختو ټکو غندلې ده.

هغه په خپل پیغام کې د روسیې له خلکو او دولت سره همدردي ښودلې او دا یې یو بزدلانه او ترهګریز برید بللی دی.

د امریکا متحده‌ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي رسنیو سره خبرو کې برید غندلی، خو په روسیه کې د امریکا سفارت بیا په دې هېواد کې له مېشتو خپلو وګړو غوښتي چې لویو غونډو کې له ګډون ډډه وکړي.

اروپايي ټولنې، کاناډا، بلجیم، جرمني، فرانسې، متحده‌عربي اماراتو، جاپان، ازبکستان، قزاقستان او ډېر شمېر نورو هېوادونو هم دا برید غندلی او له دوی ځینو یې په دې اړه د څېړنو غوښتنه کړې.

لا معلومه نه‌ده چې داعش ډلې دا برید چېرې پلان کړی و.

نیویارک ټایمز ورځپانې روانه میاشت د یو شمېر چارواکو په وینا چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي، خبر ورکړی و چې د امریکا د متحد ایالتونو استخباراتي سرچینو داسې اطلاعات ترلاسه کړي چې په افغانستان کې مېشته د داعش خراسان څانګه پلان لري چې په مسکو کې برید وکړي.

XS
SM
MD
LG