د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

د جرمني د دفاع وزیره: ناټو دې د روسیې ګواښونو پر وړاندې چمتووالی ولري


د جرمني دفاع وزیره کریستین لامبرښت
د جرمني دفاع وزیره کریستین لامبرښت

د جرمني دفاع وزیره وايي چې ناټو باید د ګډ امنیت د ټینګښت لپاره لازیاتې هڅې وکړي څو د روسیې د ګواښ پر وړاندې ځان خوندي کړي.

د جرمني دفاع وزیرې کریستین لامبرښت لیتوانیا ته د سفر پرمهال وویل چې ناټو باید د غړو هېوادونو د ګډ امنیت لپاره هڅې زیاتې کړي، ځکه د دې په وینا، دا معلومه نه ده چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د پراختیا غوښتنې وهمونه تر کومه حده وړاندې تللی شي.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین

مېرمن لامبرښت پرون د اکتوبر اتمه د بالتیک په دې هېواد کې له دېره جرمني سرتېرو سره د لیدنې پرمهال وویل چې لیتوانیا ته هم د روسیې ګواښونه اورېدل کېږي، خو د دې په وینا: "دا د مسکو لومړنی ګواښ نه دی نو باید په جدي نظر ورته وګورو او چمتو اوسو."

هغې زیاته کړه د جرمني امنیت د لیتوانیا امنیت دی.

پر اوکراین د روسیې بې دلیله برید چې د فبروري په ۲۴مه پیل شو له روسیې سره د لوېدیځو هېوادونو اړیکي خورا زیات کړکېچن کړل.

جرمني په لیتوانیا کې دېره د ناټو د هغې پوځي قطعې مشري کوي چې د ۳۰۰۰ او ۵۰۰۰ ترمنځ سرتېري لري.

دا د ناټو د ختیځ اړخ د پوځي پیاوړتیا د هڅو یوه برخه ده.

لیتوانیا په بالتیک کې د روسیې له کالینینګراد سیمې او همداراز د کریملین له نږدې متحد بېلاروس سره ګډې پولې لري.

بل خوا په داسې حال کې چې د روسیې او اوکراین جګړه دوام لري، یوې چاودنې او ورپسې اور پېښې یو مهم پل چې روسیه د اوکراین له اشغال شوې ټاپووزمې کریمیا سره نښلوي، سخت زیانمن کړ او د ترافیک جریان په کې وځنډېد.

روسي چارواکو ویلي دي چې د دې پېښې علت د پله پرسر د یوه موټر بم چاودنه وه، او د روسیې خبري رسنیو د دې هېواد د تروریزم ضد ملي کمیټې د چارواکو په حواله ویلي د دې چاودنې په نتیجه کې د نفتي موادو په هغو اوو ټانکرونو کې اور ولګېد چې د کریمیا ټاپووزمې ته لېږدول کېدل.

کریمیا روسیې په ۲۰۱۴ کال کې د خپلې خاورې یوه برخه وګرځوله.

د اوکراین د ولسمشر یوه سلاکار ویلي دي چې دا حمله د کییف له خوا د روسیې عملیاتي ملاتړ ته یوه لویه نوې ضربه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG