د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

اوکرایني چارواکي: د روسیې بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۱۱ تنو ته ورسېد


د زاپروژیا پر ښار د روسیې د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور
د زاپروژیا پر ښار د روسیې د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور

اوکرایني چارواکي وايي، د زاپروژیا ښار د جنوب پر تاسیساتو او ملکي سیمو د روسیې د بې پېلوټه الوتکو او توغندو د برید په نتیجه کې د وژل شویو شمېر ۱۱ تنو ته ورسېد.

د زاپروژیا د اتومي بټۍ په شاوخوا کې د جګړو دوام یو وار بیا په دې سیمه کې د اتومي ناورین د پېښېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

د اوکراین د انرژۍ او چاپېریال ساتنې وزیر خبرداری ورکړ چې پر دغو اتومي تاسیساتو د روسي ځواکونو بشپړ کنټرول او د هغو له انرژۍ څخه استفاده به د ټولې نړۍ لپاره خطرناک عواقب ولري.

په وروستیو اوونیو کې د اوکراین په ختیځ او جنوب کې د اوکرایني ځواکونو په ځوابي بریدونو کې د روسیې له پر له پسې ماتو سره هممهاله روسیې د ډرون حملې زیاتې کړي دي.

د زاپروژیا ولایت والي د جمعې په ورځ وویل، روسیې د زاپروژیا ښار پر تاسیساتو په وروستیو حملو کې له بې پېلوټه الوتکو زیات کار اخیستی دی.

روسیې پر دغه ښار د حملو لپاره له لرواټنه توغندو هم کار اخیستی دی.

د چارو کتونکي وايي، روسیې د مناسبو جنګي وسایلو د کموالي له کبله خپل ایس ۳۰۰ لرواټنه هوا ضد توغندي تغییر کړي او له هغو څخه د مځکنیو بریدونو لپاره کار اخلي.

له بلې خوا د اوکراین پوځ ویلي، اکثره بې پېلوټه الوتکې چې د پنجشنبې په ورځ او د جمعې په سهار د اوکراین د هواضد توغندو په وسیله ویشتل شوي، ایرانۍ ډرون وې.

روسیه د اوکراین پر ضد په جګړه کې د ایران په بې پېلوټه الوتکو ډېره اتکا کوي.

له دې سره په یو وخت د بریتانیا دفاع وزارت ویلي چې د اوکراین پوځ بریالی شوی چې ګڼ شمېر په غنیمت نیولي ټانکونه او زغرګاډي ترمیم کړي او په جګړه کې ورڅخه کار واخلي.

اوکراین د جګړې له پیله تراوسه پورې د روسیې ۴۲۰ ټانکونه او کابو ۶۵۰ زغرګاډي نیولي دي.

XS
SM
MD
LG