د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

روسي ځواکونو د اروپا د تر ټولو لویې اټومي بټۍ رییس نیولی


 د زاپوریژیا د اټومي بټۍ
د زاپوریژیا د اټومي بټۍ

اوکرایني چارواکي وايي روسي ځواکونو د اروپا د تر ټولو لویې اټومي بټۍ رییس په تړلو سترګو نیولی او نامعلوم ځای ته یې بیولی دی.

د اوکراین د اټومي انرژۍ لوی شرکت انرګو اټوم وايي، روسي ځواکونو پرون د اروپا د تر ټولو لویې اټومي بټۍ د رییس سترګې وتړلې او ویې نیوه.

دې اقدام د زاپوریژیا د اټومي بټۍ د اوږدمهالي امنیت لپاره اندېښنې پارولې دي.

دا راپور وروسته له هغه ورکول کېږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د اوکراین د ختیځ څلور سیمې د خپل هېواد د قلمرو برخه وګرځولې.

دا هغه سیمې دي چې یا تولې یا یې ځینې برخې د مسکو تر ولکې لاندې دي.

پوتین له روسیې سره د اوکراین د څلورو اشغال شویو سیمو، لوهانسک، دونېڅک، خرسون او زاپوریژیا د الحاق اسناد د پنجشنبې په ورځ لاسلیک کړل.

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین

اوکراین، ملګروملتونو او لویدیځ دا اقدام د نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې او د نړۍ ډېری هېوادونو هم غندلی دی.

اسوشیتیدپریس خبري آژانس د اوکراین د انرګواټوم شرکت په حواله راپور وکړی چې روسیې احتمالا پر دې سیمو د خپلې ولکې د لا ټینګولو د هڅې په ترڅ کې پرون مازیګر د زاپوریژیا د اټومي بټۍ رییس ایهور موراشوف نیولی، سترګې یې پرې تړلي او نامعلوم ځای ته یې بیولی دی.

د انرګو اټوم مشر پیټرو کوتین د موراشوف د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، د روسیې د امنیتي ځواکونو له خوا د نوموړي نیول به د اروپا د تر ټولو لویې اټومي بټۍ او اوکراین امنیت له جدي ګواښ سره مخامخ کړي.

د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې هم پرون د اکتوبر په لومړۍ نېته اعلان وکړ چې روسیې ورته ویلي دي چې د زاپوریژیا د اټومي بټۍ رییس په موقتي ډول او یولړ پوښتنو ته د ځواب ویلو په هدف نیول شوی دی.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې چې مرکز یې په ویانا کې دی په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG