د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

د اوکراین ولسمشر تسلېمېدونکو روسي سرتېرو ته د ضمانتونو وړاندیز وکړ


د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي د روسیې هغو پوځیانو ته چې اوکرایني ځواکونو ته تسلیمېږي، نوي ضمانتونه وړاندې کړل.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي په خپله پرونۍ وینا کې په روسي ژبه هغو روسي پوځیانو ته یوشمېر ضمانتونه وړاندې کړل چې جګړه کې نیول کېږي.

نوموړي هغو سزاوو ته هم اشاره وکړه چې تازه په روسیه کې د تښتېدونکو یا هغو کسانو په ضد اعلان شوې چې له پوځي بسیج سره مخالفت لري.

زلنسکي ویلي، اوکراین تسلیمېدونکو روسي سرتېرو ته درې خبرې تضمینوي، لومړی دا چې له هغوی سره به متمدنانه چلند کېږي، دویم دا چې هیڅوک به یې د تسلیمۍ په شرایطو نه خبرېږي او درېیم دا چې که نه غواړي تبادله شي، دوی به ورته بله خوندي لاره چاره ولټوي.

د زلنسکي دا خبرې په مستقیم ډول د روسیې د نسبي پوځي بسیج د اعلان په اړه دي.

د دغه پوځي بسیج هدف د هغو ځواکونو ملاتړ دی چې له تېرې فبرورۍ میاشتې راهیسې اوکراین کې جنګېږي او وروستیو کې د دغه هېواد په ختیځ کې له ماتې سره مخامخ شوي دي.

د روسیې د ولسمشر د دغه اعلان له مخې به سلګونه زره نور ریزف یا تازه دمه ځواکونه د اوکراین جګړې ته واستول شي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

ولادمیر پوتین دغه اعلان وروسته تر هغه وکړ چې اوکرایني ځواکونو په یرغلیزو عملیاتو کې ډېرې سیمې له روسي ځواکونو ونیولې.

زلنسکي روسي سرتېرو ته په خطاب کې ویلي: "د دې پر ځای چې یوه پردي هېواد کې د جنګي مجرم په توګه ووژل شئ، ښه ده چې د پوځي بسیج له چوکاټه تېښته وکړئ."

د زلنسکي له دې خبرو سره همهاله بیا روسیې د اوکراین پر جنوبي سیمو ګولۍ ویشتلې دي.

په ورته وخت کې د اوکراین په څلورو ختیځو سیمو کې چې تر یوې اندازې د روسیې تر کنټرول لاندې دي، له روسیې سره د یوځای کېدو په هدف ټولپوښتنه روانه ده.

په لوهانسک، دونتڅک، خرسون او زاپوریژیا کې دا ټولپوښتنه د لویدیځ له خوا غندل شوې او د نه منلو وړ بلل شوې ده.

اوکرایني چارواکو ویلي، په دغو څلور سیمو کې په زور خلک رایې اچونې ته مجبوره شوي او د رایې ورکونې بهیر خپلواک څارونکي نه لري.

XS
SM
MD
LG