د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

امریکا په سلګونه روسانو بندیزونه ولګول


د امریکا په کانګرس د دې هېواد ملي بیرغ
د امریکا په کانګرس د دې هېواد ملي بیرغ

د امریکا متحدایالتونو په سلګونو روسانو وروسته تر دې بندیزونه ولګول چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسیې له خاورې سره د اوکراین د څلورو سیمو د یوځای کېدو پرېکړه لاسلیک کړه.

د امریکا د متحدایالتونو د خزانې وزارت وویل، د روسیې د پارلمان، د دغه هېواد د مالي او پوځي برخو پر یو شمېر چارواکو او د روسیې د نظامي صنعت پر تامین کوونکو چې د ټولو شمېر سلګونو ته رسېږي بندیزونه لګول شوي دي.

د امریکا د خزانې وزارت وزیرې جانت ایل یالین په یوه بیان کې وویل، کله چې پوتین په چل او دوکه د اوکراین د یو شمېر سیمو د الحاقېدو هڅه کوي موږ انتظار نه شو کولی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون په کرملین کې د واشنګتن د بندیزونو تر اعلان مخکې له روسیې سره د اوکراین د خاورې د یوې برخې د یوځای کېدو د مراسمو په ترڅ کې وویل: "د دنیڅک او لوهانکس ماتې نه مننونکې خلکو، همدا راز د زاپروژیا او خرسون خلکو خپله خبره وکړه. زه غواړم د کییف چارواکو او په غرب کې د هغوی اصلي اربابانو ته دا خبره وکړم چې د لوهانسک، دونیڅک، خرسون او زاپروژیا خلک زموږ تابعت اخلي، د تل لپاره."

د ولسشمر پوتین تر دې اعلان وروسته د امریکا د خزانې وزیرې اغلې یلین دا خبره هم وکړه چې د روسیې مالي سرچینې به هم په نښه کړي څو پر اوکراین د پوتین بې سببه برید ته ځواب وویل شي.

د دې ترڅنګ د امریکا د بهرنیو چار وزارت پر نهه سوه لس روسیې نظامیانو او د بېلاروس پر پوځي چارواکو د ویزو بندیونه ولګول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دا بندیزونه د اوکراین د جګړې په خاطر لګول شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هېواد یې په ښکاره ډول د روسیې تقلبي هڅې ردوي چې د اوکراین د پېژندل شویو سرحدونو د بدلېدو د لپاره دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکین
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکین

انټوني بلېنکین دا خبرداری هم ورکړ چې له هر هغه فرد، سازمان یا هېواد سره به حساب کوي چې د اوکراین د ارضي تمامیت د بدلېدو سیاسي یا اقتصادي ملاتړ وکړي.

ښاغلي بلېنکین زیاته کړه چې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو ملاتړ هم په دې برخه کې ورسره دی.

XS
SM
MD
LG