د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

ولاديمير پوتين د روسيې له قلمرو سره د اوکرايين د ۴ سيمو د الحاق تړون لاسليک کړ


د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين

په هغو مراسمو کې چې نن په کریملین کې جوړ شول د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتین او د اوکرایين د دې څلورو سیمو مشرانو خپل نومونه په تړون کې ولیکل.

دونېڅک، لوهانسک، خرسون او زاپوریژیا چې د اوکرايین د ټول قلمرو پنځلس سلنه جوړوي هره یوه په تقریبي ډول د امریکا له ماساچوست ایالت سره ورته مساحت لري.

روسیې پر دې سیمو لا پخوا په پوځي، اقتصادي او نورو برخو کې ولکه ټینګه کړې ده.

د دې سیمې ځینې نور خصوصیات:

  • دونېڅک او لوهانسک د روس پلوو بېلتونپالو تر ولکې لاندې سیمې دي چې د دونېڅک د خلکو د جمهوریت او د لوهانسک د خلکو د جمهوریت په نومونو یې له اوکرایين څخه خپلواکي مخکې اعلان کړې وه.
  • دې سیمو له ۲۰۱۴ کال راهیسې د اوکرایين د حکومت پرضد جګړه پیل کړې.

ولسمشر ولادیمیرپوتین دا سیمې د خپلواکو جمهوریتونو په توګه په رسمیت وپېژندلې او د فبروري په ۲۱مه پر اوکرايین له یرغل درې ورځې مخکې یې له دوی سره د روسیې د ملاتړ اعلان وکړ.

روسیه د دې جمهوریتونو د ملاتړ له اعلان سره کولای شي د لوهانسک ټول خو د دونېڅک شپېته سلنه قلمرو اداره کړي.

دا سیمې چې د وګړو شمېر یې له اشغال مخکې تقریبا شپږ میلیون و، دواړه د دونباس په نوم یادېږي او ډېری وګړي یې په روسي ژبه خبرې کوي.

روسيې سره د يادو سيمو د الحاق د لاسليک لپاره نن مراسم نيول شوي وو.
روسيې سره د يادو سيمو د الحاق د لاسليک لپاره نن مراسم نيول شوي وو.

دونباس د ډبرو د سکرو کانونه او درانه صنایع لري خو له ۲۰۱۴ کال وروسته د جګړو له کبله د دې سیمې اقتصاد سخت زیانمن شو.

کریملین روانه اوونۍ د دې سیمې تر بشپړې ازادۍ پورې د دې جګړې چې روسي چارواکي یې ځانګړي پوځي عملیات بولي د دوام ژمنه وکړه.

بله سیمه خرسون نومېږي چې تقریبا یو ميلیون وګړي لري او د کریمیا ټاپووزمې په شمال کې پرته ده.

کریمیا د اوکرايین خاوره وه چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې ترې ونیوله.

د خرسون پر تقریبا ټولو برخو روسي ځواکونو ولکه ټینګه کړې، دا سیمه د هغو دفاعي عملیاتو اصلي محور دی چې اوکرايیني ځواکونو له څو اونیو راهیسې پیل کړي.

د لاسليک لپاره جوړ شوي مراسم
د لاسليک لپاره جوړ شوي مراسم

د دې عملیاتو په ترڅ کې د دنیپرو سیند پر سر رغول شوي پلونه نړول کېږي څو د روسانو د اکمالاتو لارې بندې شي.

روسانو ویلي دي چې، غواړي دې سیمې ته د څېرمه ولایت میکلایوف یوه کوچنۍ برخه هم د خرسون د یوې برخې په توګه له خپلې خاورې سره ضمیمه کړي.

او څلورمه سیمه زاپوریژیا ده چې د هغې د اټومي بټۍ په شاوخوا کې د شویو جګړو له کبله مشهوره شوه.

دا د اروپا تر ټولو لویه اټومي بټۍ ده چې د جګړو پر مهال یې د برېښنا ارتباط پرې شو او د اټومي وړانګو د خپرېدو د ناورین وېره یې رامنځته کړه.

دا اټومي بټۍ او زاپوریژیا سیمې په سلو کې اویا برخه د روسیې په ولکه کې دي خو د دې سیمې مرکز چې هغه هم زاپوریژیا نومېږي اوکرايین اداره کوي.

د ټول ولایت د شاخوا شپاړس لکه وګړو نیمايي د دې سیمې په مرکز کې اوسېږي.

مسکو په څلور واړه سیمو کې د روسي کولو یا د روسي ژبې او هویت د پراختیا هڅې پیل کړې دي.

دا هڅې په دونېڅک او لوهانسک کې ډېرې پراخې دي چې په ترڅ کې یې له ۲۰۱۹ کال راهیسې سلګونه زره کسانو ته روسي پاسپورتونه او د قانوني استوګنې کارتونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG