د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

اوکرايين کې د روسيې ټولپوښتنه د ملګرو ملتونو له منشور سرغړونه بلل شوې


اوکرايين کې ټولپوښتنه
اوکرايين کې ټولپوښتنه

د اوکرايین څلور سیمې چې د مسکو تر کنټرول لاندې دي، نن له روسیې سره د یو ځای کېدو لپاره ټولپوښتنه کوي.

دا ټولپوښتنه د نړیوالو قوانینو او د ملګروملتونو د منشور سرغړونه بلل شوې ده.

د کریملین له لوري په څلور سیمو کې ګومارل شویو مشرانو ویلي، ټولپوښتنه به له نن د سپتمبر له ۲۳ څخه تر ۲۷ پورې په لوهانسک، دونیڅک، خرسون او زاپوریژیا سیمو کې ترسره شي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د اوکرایین پوځ د دغه هېواد د خاورې ډېرې برخې بېرته نیولي دي.

اوکرايین او لوېدیځوالو ویلي چې، له روسیې سره د اوکرايین د دغو څلورو سیمو یو ځای کېدا به په رسمیت ونه پېژني.

لوېدیځ چارواکي او کارپوهان وايي چې پوتین غواړي له دې جعلي رایو څخه په استفادې د روسیې پر خاوره د اوکرایین د برید ادعا وکړي او ګواښ وکړي چې د خپل ځان د دفاع لپاره به له اټومي وسلو کار واخلي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون د سپتمبر په ۲۲مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو وغوښتل چې یو څرګند پیغام واستوي چې دا "غیر مسؤلانه" اټومي ګواښونه باید سمدستي ودرول شي.

انتوني بلېنکن د ملګروملتو پر ټولو غړیو هېوادونو غږ کړی چې دا شرموونکې ټولپوښتنه رد کړي او اعلان وکړي چې دا ټولې سیمې د اوکرایين خاوره ده او د دغه هېواد د خاورې برخه به پاتې شي.

ده همدا راز ویلي چې، د امریکا متحد ایالتونه به ټولپوښتنې ته له پامه پرته د اوکرايین ملاتړ ته دوام ورکړي.

بلېنکن د نړۍ پر هېوادونو غږ وکړ چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر وړاندې ودرېږي او خبرداری یې ورکړ چې پر اوکرايین د کریملین د مشر برید او د اوکرايین د خاورې د زیاتې برخې له روسیې سره د یو ځای کېدو هڅې نړیوال ثبات له ګواښ سره مخامخوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن
د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن

د اوکرايین د خاورې په څلورو برخو کې د ټولپوښتنې بېړنۍ پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د اوکرايین پوځ په دغو سیمو کې په تهاجمي حالت کې دی، پراخې برخې یې بېرته ازادې کړي او د روسیې د بالقوه ماتې احتمال یې زیات کړی دی.

د لوېدیځ له اټکلونو سره سم، روسي ځواکونو له دغو سیمو، چې نن په‌کې ټولپوښتنه پیلوي، یو میلیون او ۶ لکه اوکراینیان ایستلي او روسي اتباع یې د اوکرایين خاورې ته انتقال کړي دي.

په ټولپوښتنه کې هغو اوکراینیانو ته هم د ګډون اجازه ورکړل شوې چې اوس د روسیې په خاوره کې اوسي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG