د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

اوکرايني چارواکي: روسي ځواکونو دونيڅک سيمه کې بيا عمليات پيل کړي


د اوکراين جګړه
د اوکراين جګړه

اوکرایني پوځیانو په ورته وخت کې خبر ورکړ چې د زاپروژیا پر اټومي بټۍ د لومړۍ ځل لپاره په موقتي ډول برېښنا قطع شوه چې د اټومي ناورین ویره یې رامنځته کړه.

د اوکراین لوی درستیز وویل، د روسیي ځواکونو د بریدنو تمرکز د بخموت او اودیفکا په لور دی خو کوم ځای یې نه دی نیولی.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي پرون وویل، وروسته تر دې چې روسي ځواکونو په سیمه کې ډزې وکړې د زاپروژیا اټومي مرکز برېښنا قطع شوه او نږدې وه چې اټومي ناورین رامنځته شي.

دې اټومي مرکز څو ساعته برېښنا نه لرله.

ولسمشر زلنسکي زیاته کړه چې د روسیې جنګي الوتکو دې اټومي مرکز ته نږدې د سکرو د انرژۍ د مرکز د ایرو په ډېران کې اورونه ولګول چې د روسیې له لورې په اشغال شوي اټومي مرکز کې برېښنا قطع شوه خو ډیزلي جنراتورونو بېرته برېښنا فعاله کړه چې د انرژي د اټومي مرکز د سړېدو او خوندیتوب لپاره حیاتي ده.

د اوکراين ولسمشر ولودومير زلنسکي
د اوکراين ولسمشر ولودومير زلنسکي
روسیې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

زیلینسکي هغه اوکرایني تخنیکران وستایل چې د زاپروژیا په اټومي مرکز کې کار کوي.

دا مرکز پر اوکراین د روسیې د برید په لومړیو کې روسیي ځواکونو نیولی دی خو اوکرایني تخنیکران لا هم په‌کې فعالیت کوي.

په دې مرکز کې د پخواني شوروي اتحاد د وخت شپږ ریکټورونه دي چې د جګړې له امله یې یوازې دوه ریکتورونه اوس فعاله دي.

د اوکراین ولسمشر وویل، که چېرته په زاپروژیا کې د دوی تخنیکران د برېښنا له قطع کېدو سمدستي وروسته لاس په کار شوي نه وای نو بیا به مو د اټومي وړانګو د خپرېدو غم کاوه.

زلنسکي زیاته کړه چې روسیې اوکراین او ټوله اروپا له داسې حالت سره مخامخ کړي دي چې د اټومي وړانګو له خپرېدو یو ګام شاته دي.

د چهارشنبې په ورځ چې د سټیلایټ له لارې کوم تصویرونه اخیستل شوي دي او د ازادي راډیو اوکرایني څانګې ترلاسه کړې دي، د دې اټومي مرکز پر سر یو لوګی ښکاري چې په حرکت کې دی.

نړیوالو پر روسیي او اوکرایني ځواکونو غږ کړی دی چې د زاپروژیا د اټومي مرکز د خوندیتوب لپاره له ډېر احتیاطه کار واخلي او هڅې زیاتې کړي.

روسیې چې کله د فبروري په څلرویشتمه پر اوکراین غیر موجه برید پیل کړ په لومړیو دوو اوونیو کې یې د زاپروژیا اټومي مرکز ونیو.

XS
SM
MD
LG