د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

ګوتېريش: د اوکراين پر زاپوريژيا اټومي بټۍ هر راز بريد به يو ځانمرګی عمل وي


د زاپوریژیا اټومي بټۍ
د زاپوریژیا اټومي بټۍ

د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوکراین د زاپوریژیا د اټومي بټۍ د تفتیش لپاره دې تاسیساتو ته د نړیوالو د لاسرسي غوښتنه کړې.

انتونیو ګوتېرېش نن په یوه خبري غونډه کې وویل پر دې تاسیساتو هر راز برید به یو ځانمرګی عمل وي.

ښاغلی ګوتېريش دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې په تېرو څو ورځو کې د زاپوریژیا پر اټومي بټۍ راکټي حملې وشوې.

وروسته له دې چې روسیې او اوکراین پر یو بل د زاپوریژیا پر اټومي بټۍ د حملې تورونه ولګول د ملګرو ملتونو سرمنشي نن غوښتنه وکړه چې د اټومي انرژۍ نړیواله اداره باید د زاپوریژیا تاسیساتو ته لاسرسی ولري.

انتونیو ګوتېرېش نن د جاپان په پلازمېنه توکیو کې یوې خبري غونډې ته وویل چې ملګري ملتونه د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې یا IAEA د هغې غوښتنې بشپړ ملاتړ کوي چې په دې بټۍ کې یې د ثبات او امن د شرایطو د رامنځ ته کېدو غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتېرېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتېرېش

ښاغلی ګوتېریش له دې مخکې د جاپان هیروشیما ښار ته تللی و، هغه ښار ته چې د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې د نړۍ لومړنی اټومي بمب پرې کارول شوی و او هلته یې د دې غمیزې د ۷۷ کلیزې په مناسبت وینا وکړه.

اوکراین وړمه ورځ وویل، د روسیې په راکټي حملو کې د دې بټۍ د اټومي وړانګو درې سینسرونه ویجاړ شوي او د برېښنا د برخې یو کارګر ټپي شوی دی.

له دې یوه ورځ مخکې هم پر دې تاسیساتو راکټونه لګېدلي وو.

د IAEAرئیس رافایل ماریانو ګروسي د شنبې په ورځ وویل، د زاپوریژیا پر بټۍ وروستۍ حمله د هغه ګواښ څرګندونه کوي چې دې تاسیساتو ته متوجې دي.

ګروسي د اوکراین د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې دې تاسیساتو ته په نږدې ساحه کې له هر راز فعالیتونو څخه ډډه وکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپلو نننیو څرګندونو کې همدا راز یادونه وکړه چې د زاپوریژیا پر اټومي تاسیساتو برید به یو ځان وژونکی عمل وي.

هغه خبرداری ورکړ چې له څو لسیزو وروسته نړۍ یو ځل بیا د اټومي تقابل له ګواښ سره مخامخ ده.

د زاپوریژیا اټومي بټۍ د اوکراین د ماریوپول د بندري ښار چې اوس د روسیې په ولکه کې دی د شمال لویدیځ په ۲۰۰ کیلومترۍ کې پروت دی.

دا تاسیسات پر اوکراین د روسیې د یرغل له لومړیو اونیو څخه د روسیې تر څارنه لاندې دي خو کارګران یې چې اوکراینیان دي خپل کار ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG