د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

د روسيې پوځ د اوکراین ختیځ کې عملیات پیل کړي


د اوکراین د جګړې یوه صحنه
د اوکراین د جګړې یوه صحنه

په داسې حال کې چې مسکو او کییف په اوکراین کې د زاپوریژیا پر اټومي بټۍ د حملو پړه پر یوبل اچوي، د روسيې پوځ د اوکراین د ختیځې دونېڅک سیمې په اړوندو ښارونو کې عملیات پیل کړي دي.

د اوکراین د وسله والو ځواکونو ستردرستیز نن سهار خبر ورکړ چې پر ختیځو یاکوفلیفکا، ویرشین، کودیم او زایڅیفي ښارونو د روسيې د پوځ حملې یې په بریالیتوب سره په شا تمبولي دي.

دا ادعا خپلواکو سرچینو نه ده تایید کړې.

د اوکراین په جنوب کې د پوځ د سیمه ایزې قرارګاه مشر ویتالي کیم نن پر خپله ټلګرام پاڼه اعلان وکړ، چې په میکولایف ښار کې چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې پروت دی بېګا ناوخته د دوشنبې تر ورځې پورې ګرځبندیز ولګېد.

کیم وویل، دا اقدام به د هغو کسانو په موندلو او نیولو کې له چارواکو سره د مرسته وکړي چې له روسیې سره همکاري کوي.

له بلې خوا په داسې حال کې چې مسکو او کییف د اوکراین د زاپوریژیا په اټومي بټۍ کې چې د اوکراین او اروپا ترټولو ستر اټومي تاسیسات ګڼل کېږي، د توغندویي حملو پړه پر یوبل اچوي د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي بېګا شپه په خپله تلوېزیوني وینا کې وویل روسیه باید د دې تروریستي عمل پړه ومني.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي

د زاپوریژیا بټۍ، چې د روسیې تر ولکې لاندې ماریوپول ښار په ۲۰۰ کیومترۍ کې پرته ده د اوکراین د جګړې له لومړیو ورځو څخه د روسیې تر څار لاندې ده.

زیلینسکي وویل، چې روسانو دوه ځلې پر دې تاسیساتو برید کړی او خورا زیات خطرناک حالت یې رامنځته کړی دی.

اوکرایني چارواکو مخکې له دې ویلي و، چې د روسیې په توغندي برید کې د زاپوریژیا د بریښنا د تاسیساتو د لوړ ولټاژ لرونکی لین لګېدلی، خو بټۍ ته نور زیان نه دی اوښتی او راډیواکټیف وړانګې هم نه دي ترې خپرې شوي.

د روسیې دفاع وزارت بیا د د دې حملې تور د اوکراین پر پوځ لګولی.

دې وزارت په یو بیان کې ویلي، چې د اوکراین پوځي قطعو د زاپوریژیا د اټومي بټۍ پر ساحه د توپونو درې بریدونه کړي دي.

بیان زیاتوي، چې د زیلینسکي حکومت د اټومي تروریزم په اقداماتو لاس پورې کړی.

روسیې له نړیوالو موسسو غوښتي چې دا عمل وغندي.

د زاپوریژیا پر اټومي تاسیساتو حملې د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ په نړیواله اداره کې هم اندېښنې رامنځته کړې دي.

د اګست په درېیمه د دې ادارې مشر رافایل ګروسي وویل، چې په دې تاسیساتو کې د اټومي انرژۍ د خوندیتوب ټول تدابیر له پامه غورځول شوي دي.

XS
SM
MD
LG