د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۹

زلنسکي: د روسيې په ګټه د اروپايي هېوادونو د يو شمېر پخوانيو مشرانو خبرې د کرکې وړ دي


د اوکراين ولسمشر ولادمير زلنسکي
د اوکراين ولسمشر ولادمير زلنسکي

د اوکراین ولسمشر وایي، دا د کرکې وړ خبره ده چې د اروپایي هېوادونو یو شمېر پخواني مشران د روسیې لپاره کار کوي.

ولادمیر زلنسکي دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د جرمني پخواني صدراعظم ګرهارد شروده چې په دې وروستیو کې یې په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتین سره کتلي، ویلي چې روسیې غوښتل د خبرو له لارې دغه جګړه هواره کړي.

شروده چې د پوتین نږدې ملګری بلل کېږي، ویل کېږي له پوتین سره یې د انرژۍ د را ولاړ شوي بحران په اړه خبرې کړي او په دې اړه یې د پوتین د روښانه دریځ غوښتنه کړې ده.

زلنسکي تېره شپه په وینا کې وویل، روسیه په اوس وخت کې مختلف استازي فعالوي او هغوی دنده لري چې داسې طرحې مطرح کړي چې ګواکې د ده په وینا د روسیې تروریستي دولت د خبرو غوښتونکی دی.

زلنسکي وویل، د کرکې وړ خبره دا ده چې د سترو هېوادونو پخواني مشران له هغو اروپایي ارزښتونو سره د روسیې لپاره کار کوي چې دې هېواد د همدغو ارزښتونو په وړاندې جګړه پیل کړې ده.

د اوکراين ولسمشر زیاته کړه، که روسیه په رښتیا غواړي دغه جګړه پای ته ورسوي، نو دی دې د اوکراین جنوب ته احتیاطي یا ذخیروي ځواکونه نه استوي او نور دې د اوکراین په خاوره کې د بې ګناه خلکو پر وژلو ډله‌ییز قبرونه نه جوړوي.

د جرمني پخواني صدراعظم ګرهارد شروده له وړاندې د انرژۍ د بحران په اړه چې پر اوکراین د مسکو د یرغل له امله راپورته شوی، اندېښنه څرګنده کړې او د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتین څخه یې غوښتي و چې په دې اړه چې نوموړی وضعیت څه ډول ارزوي، ایا د نارډ سټریم دوه نل‌لیکه به فعاله شي او کنه، وضاحت ورکړي.

د جرمني رسنیو دغه راز د شروده له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي د اوکراین، روسیې، ترکیې او ملګروملتونو ترمنځ د اوکراین د غلو دانو د صادراتو لپاره شوی تړون لومړنۍ بریا ده او کېدای شي په تدریجي ډول یوه اوربند ته لاره هواره کړي، خو اوکراین سمدستي دغه څرګندونې رد کړې.

ګرهارد شروده چې د روسیې د ولسمشر ولاديمیر پوتین یو ملګری دی، ویلي چې ده تېره اونۍ په مسکو کې له پوتین سره وکتل.
ګرهارد شروده چې د روسیې د ولسمشر ولاديمیر پوتین یو ملګری دی، ویلي چې ده تېره اونۍ په مسکو کې له پوتین سره وکتل.

د جرمني پخواني صدراعظم ګرهارد شروده او د جرمني د اوسني حکومت چارواکو تر اوسه د اوکراین د ولسمشر زلنسکي د دغو تورونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

کریملین له پوتین سره د شروده د کتنې په اړه ویلي چې شروده اروپاته د ګازو د لېږد په وړاندې د وروستیو خنډونو په اړه چې مسکو یې ګرم بلل شوی، خبرې وکړې.

مسکو ویلي چې په نل‌لیکه کې د ګازو لېږد ځکه درول شوی چې یوه توربین یې ترمیم ته اړتیا درلوده.

خو جرمني ویلي چمتو دی چې توربین ور واستوي خو روسانو تر اوسه د هغه د استولو لپاره لازم اسناد نه‌دي ور لېږلي.

د کریملین ویاند دیمیتري پسکوف پرون چهارشنبې په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې شروده له پوتین څخه وغوښتل چې وضعیت روښانه کړي او د دغه روان وضعیت په اړه خپل دریځ واضح کړي.

د پیسکوف په خبره پوتین شروده ته وویل چې د نارډ سټریم دوه نل‌لیکه فعالېدو ته چمتو ده.

هغه همدا راز وویل چې اروپا ته د ګازو لېږد په ورځ کې له ۱۶۷ ملیون متر مکعب څخه شاوخوا دېرش متر مکعب ته رالوېدلی ځکه دی چې پولند د یامال – ایروپ پر پایپلاین بندیز لګولی او اوکراین هم له خپلې خاورې د ګازو یوه نل لیکه بنده کړې ده.

ګرهارد شروده چې د ۱۹۹۸ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ یې د جرمني د صدراعظم په توګه دنده ترسره کړې او له دغې دندې وروسته د روسیې د تېلو د ستر دولتي شرکت روسنیفت د بورډ مشر ټاکل شوی و، پر اوکراین د روسیې پر یرغل انتقاد کړی خو د پوتین چې تر اوسه یې نږدې ملګری دی، له غندلو ډډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG