د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

پر اوکراين د روسيې د يرغل شپږمې مياشتې پيل؛ په ډېرو سيمو کې اوس هم جګړه روانه ده


د اوکراين جګړه - ارشيف
د اوکراين جګړه - ارشيف

روسي ځواکونو د اوکراین په شمال، جنوب او ختیځ سیمو بریدونه کړي، خو اوس ویل کېږي چې د روسیې پوځ جګړه کې له ځینو ستونزو سره مخ شوی.

په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې د روسي ځواکونو د جګړو پر مهال د اوکراین روغتیایي تاسیستانو او کارکوونکو ته هم زیان اوښتی دی.

نن پر اوکراین د روسیې د جګړې د شپږمې میاشتې لومړۍ ورځ ده، خو اوس داسې ښکاري چې روسي پوځیان د پرسونل د کمښت ترڅنګ د هغو سلګونه تجهیزاتو د بیا جوړولو او ځای پر ځای کولو له ستونزو سره مخامخ دي چې جګړه کې ویجاړ شوي.

پرون د جولای په ۲۴مه هم روسیې ځواکونو د اوکراین په شمال، جنوب او ختیځ کې پر ګڼو سیمو ګولۍ وورولې، دا وروسته تر دې چې تېره ورځ کیف اعلان وکړ چې د له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو جګړو ته به دوام ورکوي.

دوه ورځې مخکې د اوکراين ولسمشر وويل، اوکرايني سرتېري د جګړې په ډګر کې د پرمختګ وړتيا لري.
دوه ورځې مخکې د اوکراين ولسمشر وويل، اوکرايني سرتېري د جګړې په ډګر کې د پرمختګ وړتيا لري.

د جګړې د جزیاتو په اړه د برېتانیا د دفاع وزارت استخباراتي څانګې نن د جولای په ۲۵مه ویلي، د اوکراین په ختیځې سیمه خرسون کې "بې نتیجې" جګړه روانه ده.

د برېتانیا پوځي استخباراتو ویلي، د جګړې په ډګر کې د روسي ځواکونو د پرسونل کمښت قومندانانو ته د دفاع او د جګړې د دوام پرېکړې سختوي.

دغې ادارې ویلي، د جولای په اتلسمه یې د اوکراین پولې ته نژدې د روسي ځواکونو د پوځي موټرو د بیا جوړولو یو مرکز کتلی چې د ټانګونو او زغره والو په ګډون لږ تر لږه ۳۰۰ زیانمن شوي موټر په‌کې ولاړ دي.

د اوکراین د وسله وال پوځ مشر ویلي، روسي ځواکونه د پرسونل له کمښت سره مخامخ دي، خو د سیمو د لاندې کولو جګړو ته یې دوام ورکړی دی.

د اوکراین په جګړه کې دواړه لوري یو بل د جنګې جرمونو په ترسره کولو هم تورنوي.

په مسکو کې د روسیې د څېړنو یوې کمېټې ویلي، دوی د اوکراین د پوځ ۹۲ غړي په بشریت ضد جرمونو محکوم کړي دي.

د اوکراین چارواکو بیا ویلي چې دوی په جګړه کې ۲۱ زره جنګي جرمونه مستند کړي چې په وینا یې د روسي پوځیانو له خوا ترسره شوي دي.

د اوکراین د روغتیا وزارت پرون یکشنبې وویل چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په نتیجه کې په دې هېواد کې لږ تر لږه اتلس روغتیایي کارکونکي وژل شوي او نژدې نهه سوه روغتیایي تاسیسات ویجاړشوي یا وران شوي دي.

دې وزارت دغه راز ویلي چې د روسیې د حملو په ترڅ کې چې نن یې شپږمه میاشت پیل شوې، له پنځوسو زیات روغتیایي کارکونکي ټپیان شوي دي.

د دې وزارت په وینا په دې موده کې ۱۲۳ روغتیایي مرکزونه ویجاړشوي او ۷۴۶ نور زیانمن شوي چې ترمیم ته اړتیا لري.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ پر اوکراین یرغل وکړ او مسکو تورن شوی چې په قصدي توګه ملکیان او روغتیایي کارکونکي په نښه کوي، هغه ادعا چې کریملین تل رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG