د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

پر اوکراين د روسيې د يرغل پنځمه مياشت؛ زلنسکي: نه شاته کېږو


د اوکراين ولسمشر ولودومیر زلنسکي
د اوکراين ولسمشر ولودومیر زلنسکي

ولودومیر زلنسکي په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له پیل څخه د پنځو میاشتو په بشپړېدو سره، ویلي چې هېواد به یې دغه جګړه وګټي.

دا یرغل د روان کال د فبرورۍ په ۲۴ پیل شو، نن د (جولای ۲۵) پر اوکراین د روسیې د یرغل شپږمه میاشت پیل شوه.

ولسمشر ولودومیر زلیسکي پرون (د جولای ۲۴مه) د دغې جګړې د پنځمې میاشتې د پوره کېدو په مناسبت د ټیلیګرام په شبکه کې وویل چې اوکراین به د هر هغه څه ساتنه وکړي چې په دې هېواد پورې اړه لري.

زلنسکي زیاته کړه چې اوکراین به هیڅکله شاتګ ونه کړي او په پای کې به یې وګټي.

د اوکراین د ولسمشر په وینا، جګړې د هغه هېواد قامت نه دی مات کړی او نه یې ماتولی شي.

د اوکراین د ولسمشر په وینا، جګړې د هغه هېواد قامت نه دی مات کړی او نه یې ماتولی شي.
د اوکراین د ولسمشر په وینا، جګړې د هغه هېواد قامت نه دی مات کړی او نه یې ماتولی شي.

نوموړي تېره شپه په خپل ویډیويي پیغام کې دا هم ویلي، چې اوکراین به له خپلې خاورې دفاع ته دوام ورکړي.

زلنسکي ويلي: "په حقیقت کې، په تېرو شاوخوا پنځو میاشتو کې موږ پراخ پوځي او سیاسي ملاتړ ترلاسه کړی دی. روسیه یې له منځه نه‌شي وړلی. هغه ورځ به راشي چې راکټونه به د اشغالګرو لپاره خپله معنا له لاسه ورکړي."

د اوکراين ولسمشر له نړۍ څخه خپله غوښتنه تکرار کړه او ويې ويل چې نړيواله ټولنه بايد پر دغه هېواد د روسيې د بريدونو د دفاع په هدف له اوکراين سره د وسلو مرستې ته دوام ورکړي.

د اوکراين ولسمشر څو ورځې مخکې وويل پوځيان يې د جګړې په ډګر کې د پرمختګ وړتيا لري.
د اوکراين ولسمشر څو ورځې مخکې وويل پوځيان يې د جګړې په ډګر کې د پرمختګ وړتيا لري.

د ازادي راډیو د اوکراین برخې د راپور له مخې، د روسیې له خوا په پیل شوې پنځه میاشتنۍ جګړه کې زرګونه اوکراینیان وژل شوي او میلیونونه نور بې ځایه شوي دي.

روسیه دا بریدونه د ځانګړو پوځي عملیاتو په توګه یادوي او وايي چې هدف یې یوازې پوځي تاسیسات دي، خو اوکراین تل دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې مسکو په پراخه کچه د راکټي او هوايي بریدونو په وسیله د استوګنې او ملکي سیمې په نښه کوي.

XS
SM
MD
LG