نړۍ
د روسيې له يرغل وروسته اوکراين کې نږدې۹۰۰ روغتيايي مرکزونه ويجاړ شوي

د اوکراین د روغتیا وزارت پرون یکشنبې وویل چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په نتیجه کې په دې هېواد کې لږ تر لږه اتلس روغتیایي کارکونکي وژل شوي او نژدې نهه سوه روغتیایي تاسیسات ویجاړ شوي یا وران شوي دي.
دې وزارت دغه راز ویلي چې د روسیې د حملوپه ترڅ کې چې نن یې شپږمه میاشت پیل شوې، له پنځوسو زیات روغتیایي کارکونکي ټپیان شوي دي.
د دې وزارت په وینا په دې موده کې ۱۲۳ روغتیایي مرکزونه ویجاړشوي او ۷۴۶ نورزیانمن شوي چې ترمیم ته اړتیا لري.
روسیې د فبرورۍ په ۲۴ پر واکراین یرغل وکړ او مسکو تورن شوی چې په قصدي توګه ملکیان او روغتیایي کارکونکي په نښه کوي، هغه ادعا چې کریملین تل رد کړې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ټرمپ د حکومت د ملي امنیت سلاکار: د ایران د اټومي پروګرام ختمول د امریکا اساسي هدف دی

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مایک والټز وايي، د امریکا هدف دا دی چې د ایران اټومي پروګرام ختم کړي.
والټز دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ له "سيبياس" خبري شبکې سره په یوه مرکه کې وکړې. نوموړې دا څرګندونې د ایران رهبر ته د ولسمشر ټرمپ له خوا د استول شوي لیک په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې او ویې ویل. "ټول انتخابونه مخ ته پراته دي، اوس هغه وخت رارسېدلی چې ایران باید د اټومي وسلو د ترلاسه کولو له هیلې په بشپړ ډول تېر شي."
مایک والټز دا هم وویل چې د امریکا له خوا په تېره یوه اوونۍ کې پر یمن کې د ایران پلوه حوثي جنګیالیو پر هدفونو د هوايي بریدونو په ترڅ کې د دې ډلې یو شمېر لوړپوړي مشران، چې یو یې د میزایلو متخصص و، وژل شوي دي.
ده نور جزیات ورنه کړل.
د ایران د اټومي پروګرام څارونکي باور لري چې د دې هېواد اټومي پروګرام په تېرو څلورو کلونو کې پرمختګ کړی، او اوس له تر بل هر وخت د اټومي وسلو د جوړولو ظرفيت ته ډېر نږدې شوی دی.
خو ایران وایي، دوی د اټومي وسلو جوړولو هڅه نه کوي او اټومي پروګرام یې د ملکي اهدافو لپاره دی.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا ژمنه کړې ده

پاکستان او د طالبانو حکومتونو یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړي او د دواړو ملتونو د ګډې ګټې لپاره خپل ټول امکانات وکاروي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، چې «په کابل کې مې د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره وکتل. موږ له افغانستان سره د دوامداره تعامل او د متقابلو ګټورو اړیکو ژمنه بیا تائید کړه.»
هغه زیاته کړه: "دواړو لوریو موافقه وکړه چې د جګپوړو چارواکو ترمنځ تعامل او خبرې اترې پراخې کړي، ترڅو دوهاړخیزې اړیکې نورې هم ټینګې شي.»
د پاکستان ځانګړي استازي، صادق خان، تر دې وړاندې د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۲۴مه کابل ته سفر کړی و. هماغه مهال پاکستان د افغانستان په پکتیکا ولایت کې بمباري وکړه چې لسګونه ملکي وګړي یې په لړ کې ووژل شول.
له امیرخان متقي سره د صادق خان د کتنې په اړه د طالبانو د باندنیو چارو وزارت ویلي چې دا ناسته "د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د دیپلوماتیکو همکاریو لوړولو، د سوداګرۍ او ترانزیت د همکارۍ پراخولو، او د دواړو هېوادونو د خلکو اړوندو مسایلو حل ته ځانګړې شوې وه.»
د پاکستان پوځ وايي، ۱۶ وسله وال یې له افغانستانه د راستنېدو پرمهال وژلي دي

د پاکستان پوځ وايي، ځواکونو یې ډیورند کرښې ته نژدې ۱۶ وسله وال مخالفان وژلي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې نن (یکشنبې) په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې دا کسان یې تېره شبه هغه مهال ووژل چې د افغانستان له خاورې پاکستان ته اوښتل.
د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی یو شمېر وسله والو مخالفانو هڅه کوله ډیورند کرښې ته څېرمه د شمالي وزیرستان اړوند، غلام خان کلي ته ننوځي.
پاکستان په ځلونو ادعا کړې چې د دوی وسله وال مخالفان د افغانستان په خاوره کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه کوي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان ادعاوې ردوي او وايي چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې پر بل هیواد برید وکړي.
د سوک وهنې افسانوي اتل جورج فورمن د ۷۶ کلونو په عمر مړ شو

د سوک وهنې افسانوي اتل جورج فورمن چې د "بیګ جورج" په نوم پیژندل کیده په ۱۹۶۰ مه لسیزې په لومړیو کې سوک وهنه پیل کړه، د ۷۶ کلونو په عمر مړ شو. فورمن د څو لسیزو لپاره په دې برخه کې مخکښ شخصیت و،
دغه امریکایي لوبغاړي د بوکس په ۸۱ سیالیو کې برخه اخیستې وه چې ۶۸ یې یوازې په ناک اوټ ګټلې وې او تر ټولو مشهوره سیالي یې په ۱۹۷۴ کال کې له محمد علي کلي سره وه، چې په اتم رونډ کې یې ناک اوټ کړی و.
فورمن په ۱۹۷۳ کال کې د سوک وهنې دروند وزنه نړیوال اتل شو او په ۱۹۹۷ کې یې له سوک وهلو تقاعد واخیست.
ټرمپ او زیلینسکي د اوکراین د زاپوریژیا د اټومي بټۍ د بیارغونې پر امکان خبرې کړي

د امریکا متحد ایالتونه په اوکراین کې حضور لرلی شي؛ البته نه هغسې چې ډیرو یې تمه درلوده.
په وروستۍ ټیلیفوني مکالمه کې د امریکا او اوکراین د ولسمشرانو، ډونالډ ټرمپ او ولودیمیر زیلنسکي ترمنځ، چې په ترڅ کې یې کییف له ۳۰ ورځني اوربند سره موافقه وکړه، د متحدو ایالتونو د حضور موضوع د اوکراین د اټومي بټیو په اړه هم مطرح شوه.
ولودیمیر زیلنسکي وویل چې په دې مکالمه کې یې له ډونالډ ټرمپ سره د زاپروژیا د بیا رغونې په امکان هم خبرې کړې دي. زاپروژیا د اروپا تر ټولو لویه اټومي بټۍ ده او د ۲۰۲۲ کال له مارچ راهیسې د روسي ځواکونو تر اشغال لاندې ده.
د اوکراین ولسمشر زیاته کړه، یوازې دا کافي نه ده چې د زاپروژیا د اشغال پای ته ورسول شي بلکې هلته باید لازم بنسټونه، د اوبو رسونه، تخنیکي پرسونل، او نور مهم پړاوونه جوړ شي، ترڅو بټۍ [په راتلونکي کې] خلکو ته بریښنا او عواید برابر کړای شي.
پر اوکراین د روسیې په تازه برید کې دوه کسان وژل شوي دي

د اوکراین د بیړنیو حالاتو ادارې د یکشنبې په ورځ، د مارچ ۲۳مه، سهار وختي اعلان وکړ چې په کیف کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې دوه کسان وژل شوي دي.
د رویټرز په وینا، دې ادارې ویلي چې د برید په پایله کې د استوګنې ودانیو کې اورونه ولګېدل او ګڼ شمېر خلک له کورونو څخه وایستل شول.
د اوکراین د بیړنیو حالاتو خدماتو په ټیلیګرام کې په یوه بیان زیاته کړه چې یوه ښځه د نیپروپیتروسک په سیمه کې وروسته له هغې مړه شوه چې د استوګنې په یوې ودانۍ کې د یوې ویجاړې شوې بې پیلوټه الوتکې د ټوټو د راپریوتو له امله اور ولګید.
له دغې ودانۍ څخه لږ تر لږه ۲۷ کسان ایستل شوي دي. دې ادارې وویل چې یو بل کس د شپې په برید کې په هولوسیفسکي سیمه کې ووژل شو. له بلې خوا، د روسیې په جنوب کې د روستوف سیمې یوه سیمه ییز چارواکي نن په سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې د یوه برید خبر ورکړ.
یوري سیلیوسار پر ټیلیګرام چینل لیکلي چې د برید په پایله کې یو موټر اور واخیست او یو کس پکې مړ شو.
د حماس مشر صلاح البردویل د اسراییلو په هوايي برید کې ووژل شو

د حماس چارواکي وايي چې د دې ډلې یو سیاسي مشر صلاح البردویل نن یکشنبې د غزې په خان یونس ښار کې د اسراییلو په هوايي برید کې ووژل شو. امریکا او اروپايي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پیژني.
د رویټرز په وینا، یوې حماس پلوې رسنۍ ویلي چې پر البردویل سربیره، د هغه میرمن هم په دې برید کې وژل شوې ده.
اسراییلي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د حماس د مشرتابه د رسنیو سلاکار طاهر النونو په خپل فیسبوک کې د البردویل په مړینه خواشیني څرګنده کړه.
د یکشنبې په سهار د غزې په شمالي، مرکزي او جنوبي سیمو کې د چاودنو غږونه واورېدل شول.
د اسراییلو الوتکو په دې سیمو کې څو هدفونه په نښه کړل.
د لندن په هېټرو هوايي ډګر کې د اورلګیدنې له کبله ځنډول شوې الوتنې بیا پیل شوې

د لندن په هیترو هوايي ډګر کې هغه الوتنې چې پرون د اورلګېدنې له کبله ځنډېدلې وې تېره شپه ناوخته بیا پیل شوې.
د دې هوايي ډګر چارواکو پرون په یوه بیان کې وویل، کاري ټیمونو ټوله ورځ بې ستړیا کار وکړ څو دا هوايي ډګر بیا فعالیت ته چمتو کړي.
د هیټرو هوايي ډګر چې د نړۍ پنځم ترټولو مصروف هوايي ډګر بلل کېږي د پنجشنبې په ورځ کې د اورلګیدنې له کبله په سلهاوو الوتنې وځنډول شوې.
ټاکل شوې وه چې پرون د هیترو د هوايي ډګر له لارې ۲۹۱ زره مسافر په الوتنو کې سفر وکړي خو له اورپېښې وروسته الوتکې د برتانیا او اروپا په نورو هوايي ډګرونو کې کېناستې.
تمه ده چې د هیترو هوايي ډګر به نن د ورځې په اوږدو کې خپلې ټولې الوتنې بېرته په عادي ډول پیل کړي.
له دوه کلنې جګړې وروسته د سوډان پوځ پلازمینه خرطوم ونیوه

د سوډان پوځ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې له نږدې دوه کلنې جګړې وروسته یې په خرطوم کې د ولسمشرۍ ماڼۍ کنټرول بیرته ترلاسه کړی دی.
دا ماڼۍ د سودان په پلازمېنه کې د سیالو ملېشه ځواکونو وروستی کلک سنګرګڼل کېده.
په خرطوم کې د ولسمشرۍ ماڼۍ نیول د سودان د پوځ لپاره د چټک ملاتړ ځواکونو یا RSF ملیشو په وړاندې یوه لویه سمبولیکه بریا ګڼل کیږي.
د اسوشیټیډ پریس په وینا، دا پیښه ښایي د جګړې د پای ته رسیدو په معنی نه وي، ځکه د RSF ځواکونه لاهم د لویدیځ دارفور پرسیمې او د سوډان پر نورو برخو کنټرول لري.
د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ د پوځي همکاریو پراخیدل، شویګو له کیم جونګ اون سره کتلي دي

د روسیې د امنیت شورا سلاکار سرګې شویګو د جمعې په ورځ د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره ولیدل.
د دواړو هېوادونو د رسنیو د راپورونو له مخې، شویګو شمالي کوریا ته وروسته له هغه لاړ چې په دې وروستیو کې د د دې هیواد لخوا روسیې ته د اضافي سرتیرو د لیږلو په اړه راپورونه خپاره شول.
د راپورونو له مخې، دا ځواکونه د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې د ملاتړ لپاره روسیې ته لیږل شوي دي.
د روسیې دولتي خبري اژانس تاس راپور ورکړی چې سرګي شویګو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پیغام کیم جونګ اون ته ورساوه.
په پیغام کې، پوتین ژمنه وکړه چې د دوی د وروستیو غونډو په جریان کې د شویو موافقو پلي کولو ته به "ډیره پاملرنه" وکړي.
د انټرفاکس خبري اژانس راپور ورکړی چې د غونډې په جریان کې، شویګو یو ځل بیا د امنیتي شراکت تړون ته د ژمنتیا لپاره د مسکو پر "بې قیدو شرطه چمتووالي" ټینګار وکړ.
د دواړو خواوو ترمنځ دا تړون تېر کال په پیونګ یانګ کې په یوه سرمشریزه کې لاسلیک شو او په هغه کې د "بهرني یرغل" په صورت کې د متقابل ملاتړ ژمنه هم شامله ده.