د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

د کانګرس يوه غړې: اوکراين کې تر ۷۵ زره ډېرو روسي پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې


اوکراين کې د روسي ځواکونو يو انځور
اوکراين کې د روسي ځواکونو يو انځور

د امریکا د متحد ایالتونو د کانګرس یوې غړې له امریکایي چارواکو سره تر یوې غونډې وروسته وویل چې په اوکراین کې تر اوسه تر پنځه اویا زره ډېرو روسي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا شمېره د هغو ټولو روسي پوځیانو نژدې نیمایي ده چې د فبروري له وروستیو را په دې خوا یې په اوکراین کې په جګړه کې برخه اخیستې ده.

له میشګان څخه د ډیموکرات ګوند استازې الیسا سلاتکین د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر د ادارې له یوه پلاوي سره تر محرمانه غونډې وروسته دا شمېرې له رسنیو سره شریکې کړې او ویې ویل چې دا ډېره لوړه شمېره ده.

د ډیموکرات ګوند غړې الیسا سلاتکین سي این این ټلوېزیون ته په داسې وخت کې د اوکراین په جګړه کې تر پنځه اویا زره ډېرو روسي پوځیانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خبره وکړه چې کییف د خرسون سیمې د بیا نیولو لپاره په ځوابي بریدونو لاس پورې کړی دی.

په روسیه کې د پوځیانو د مرګ ژوبلې شمېرې تل پټې پاتېږي حتی د سولې په وخت کې نه خپریږي.

د اوکراين په ډېرو برخو کې اوس هم جګړه روانه ده.
د اوکراين په ډېرو برخو کې اوس هم جګړه روانه ده.

د اوکراین د جګړې د تلفانو نوې شمېرې هم روسانو تر اوسه له رسنیو سره نه دې شریکې کړي.

د امریکا د متحد ایالتونو د مرکزي استخباراتو د ادارې یا سي ای اې وروستۍ شمېرې دا دي چې د اوکراین په جګړه کې تر اوسه پنځلس زره روسي عسکر وژل شوي دي.

سلاتکین په خپله هم په وروستیو کې اوکراین ته تللې وه، د دې په باور راتلونکې درې تر شپږو اونیو پورې ډېرې مهمې دي چې په‌کې د اوکراین د جګړې مسیر څرګند شي.

اغلې سلاتکین وایي چې دا خبره یې د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زلنسکي څخه د وروستي سفر پر مهال واورېده چې تر ژمي ډېر مخکې باید روسي ځواکونو ته سخته ضربه ورکړي او په ځانګړي ډول یې په جنوب کې وځپي.

پر اوکراين د روسيې بريد او جګړه شپږمې مياشتې ته ورسېد او لا هم د اوکراين يو شمېر سيمې د روسي او اوکرايني ځواکونو ترمنځ لاس په لاس کېږي.
پر اوکراين د روسيې بريد او جګړه شپږمې مياشتې ته ورسېد او لا هم د اوکراين يو شمېر سيمې د روسي او اوکرايني ځواکونو ترمنځ لاس په لاس کېږي.

روسي ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو دا نوې شمېرې که چېرته تایید شي، روسانو ته ستر تلفات دي په تېره بیا په داسې وخت کې چې اوکراین د دغه هېواد په جنوب کې د خرسون د ستراتیژیک ښار د بیا نیولو لپاره په متقابلې حملې لاس پورې کړی.

په دې ښار کې تر جګړې مخکې دوه لکه نوي زره کسانو ژوند کاوه، اوس یې واک د ماسکو له لاسپوڅي ادارې سره دی او د جګړې په لومړیو کې دا ځای روسي عسکرو لاندې کړی و.

که چېرته اوکرایني ځواکونه دا ښار بېرته ونیسي نو د تور سمندرګي یو شمېر ساحلي سیمې به بېرته تر خپل واک لاندې راولي.

XS
SM
MD
LG