د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

اوکرايني ځواکونو د روسيې د مهماتو پر يوه ډک ريل ګاډي بريد کړی


ارشيف
ارشيف

اوکرایني ځواکونو د روسیې د مهماتو پر یوه ډک ریل ګاډي برید کړی او داسې ګمان کېږي چې د کریمیا او خرسون ترمنځ ریل پټلۍ ورسره زیانمنه شوې ده.

له دې سره په جګړه کې بوختو روسي پوځیانو ته د لوجستیک چارې هم ټکنۍ شوي دي.

د اوکراین خرسون ښار په دې وروستیو کې روسي ځواکونو لاندې کړی او کریمیا هغه ټاپو دی چې له وړاندې روسیې له خپلې خاورې سره یو ځای کړی دی.

د اوکراین د خرسون ښار او کریمیا ترمنځ ریل پټلۍ روسي پوځیانو د لوجستیک په برخه کې مهم رول لوبوي.

د برېتانیا دفاع وزارت نن په خپلو ورځنیو استخباراتي معلوماتو کې ویلي، د دغې پټلۍ زیانمنه شوې برخه به ژر ورغول شي او لوجستکي چارې به بېرته دوام پیدا کوي.

سره له دې چې لویدیځ هېوادونه اوکراین ته د روسیې ضد دغې جګړه کې ډېرې وسلې ورکوي، خو د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي له دې ملاتړ سره سره د اوکراین په ختیځ کې د جګړې وضعیت له دوزخ سره ورته بللی دی.

له دغې ریل لارې مخکې اوکرایني ځواکونو پر ډنیپر سیند یو مهم پول نړولی و چې هغه هم د روسي ځواکونو په لوجستیک کې مهم رول لوبوه.

دغه پول لا هم نه دی رغول شوی، خو د برېتانیا استخبارات وایي د پله په سیمه کې وړې بېړۍ ځای پر ځای شوي چې روسي عسکر یوې او بلې خواته پرې اوړي او د مهماتو لېږد را لېږد هم پرې کېږي.

د برېتانیا اسختباراتي معلومات ښيي چې د اوکراین له خرسون ښاره دا مهال ملکیان هم په تېښته دي او له دې سره به ښار ته د غځېدلو لارو ترانسپورتي سیستم هم تر فشار لاندې راشي.

دوی ویلي، ممکن روسي ځواکونه پر لارو د فشار کمولو لپاره د خلکو پر تګ راتګ محدودیتونه ولګوي.

د اوکراین پوځ نن سهار وختي ویلي، خرسون ښار کې یې د روسي پوځیانو څو ځایونه په نښه کړي او هغوی ته یې د سر او مال زیان اړولی دی.

د اوکراین د خرسون ښار او کریمیا ترمنځ ریل پټلۍ روسي پوځیانو د لوجستیک په برخه کې مهم رول لوبوي.
د اوکراین د خرسون ښار او کریمیا ترمنځ ریل پټلۍ روسي پوځیانو د لوجستیک په برخه کې مهم رول لوبوي.

پوځ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې الوتکو یې د روسي ځواکونو درې سنګرونه او یو وسله تون په نښه کړی او پر دې سربېره یې د هغوی پر اهدافو د نورو وسلو ګزارونه هم کړي دي.

دا ادعاوې لا په خپلواکه توګه نه دي تاید شوي.

د اوکراین په ختیځ کې جګړه په ظاهره سخته شوې، ځکه ولسمشر زلنسکي ویلي، ځواکونه یې د لویدیځ له وسلو سره سره نه دي توانیدلي چې پر روسي پوځیانو برلاسي شي.

د اوکراین پر ختیځ سربېره د دغه هېواد په جنوب کې هم ویل کېږي چې لسګونه زره روسي پوځیان پر کریفي ري او میکولایف ښارونو بریدونو ته ځان چمتو کوي.

روسي اړخ هم جګړه کې د پرمختګ خبره کوي او تازه یې د دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي، ځواکونو یې تر اوسه په جګړه کې د هیمارس توغندیو ۶ سیستمونه، چې امریکا اوکراین ته ورکړي، له منځه وړي دي.

XS
SM
MD
LG