د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

پر اوکراين د روسيې د يرغل شپږمه مياشت؛ جګړه لا دوام لري


د روسيې او اوکراين جګړه
د روسيې او اوکراين جګړه

که څه هم پر اوکراین د روسیې غیر موجه یرغل شپږمې میاشتې ته ورسېد، خو نن هم په اوکراین کې له وقفې پرته جګړې دوام لري.

وروسته له هغې چې د اوکراین د رېلګاډو پر یوه تمځای پرون د روسیې د میزایلو په حمله کې لږ تر لږه ۲۲ کسان ووژل شول، راپورونه وايي روسي ځواکونه د اوکراین پر یوه مرکزي ښار خوشه يي مهمات کارولي دي.

د مرکزي ښار کریف‌يي ریه (Kryvyi Rih) د پوځي ادارې مشر، اولیکساندر ویلکول په ټلګرام کې لیکلي، نن سهار وختي روسي ځواکونو پر دغه ښار د خوشه‌يي مهماتو په واسطه بمباري کړې ده.

د ده په وینا تر اوسه د ځاني او مالي زیان راپور نه دی ورکړل شوی.

خوشه‌يي مهمات یا خوشه‌يي بمونه د سختې ویجاړۍ پېښولو له کبله د ګڼو هېوادونو له خوا منع شوي دي، دغه مهمات پر پوځي پرسونل او ملکیانو په عین ډول بې تفکیکه اغېز لري.

دا په داسې حال کې ده چې اوکراین پرون چهارشنبه چې د اګست میاشتې ۲۴مه وه، له پخواني شوروي اتحاد د خپلې خپلواکۍ د اخیستو ۳۱مه کلیزه ونمانځله، په دې ورځ د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي روسیه د جنوبي سیمې دنیپرو-پیټروفسک د رېلګاډو پر یوه تمځي د میزایلو په حمله تورنه کړه.

په دې حمله کې د وروستیو معلوماتو له مخې لږه تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي او تر ۵۰ زیات نور ټپیان شوي دي.

ولسمشر زلینسکي تېره شپه په یوه ویډیويي وینا کې وویل اوکراین به د هغه څه له کبله چې اشغالګرو ترسره کړي، د دوی ځواب ووايي.

پرون پر اوکراین د روسیې د یرغل شپږ میاشتې پوره شوې او ولسمشر زلنسکي وویل چې دوی په دغو شپږو میاشتو کې تاریخ، نړۍ او خپل ځانونه بدل کړل.

د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو اعلی سر قوماندان روانه اوونۍ ویلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د جګړې له کبله د اوکراین ۹۰۰۰ پوځیان وژل شوي دي.

د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي
د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي

د اوکراین په پلازمېنه کییف او نورو لویو ښارونو کې په عام ډول د خپلواکۍ ورځې نمانځل منع شوي وو، ځکه خبرداری ورکړل شوی و، چې روسیه ښايي له دغو جشنونو په استفاده پر ملکیانو او دولتي بنسټونو حملې وکړي.

پر اوکراین د روسیې یرغل د دې سبب شو، چې لویدیځ هېوادونه پر روسیې بېساري اقتصادي بندیزونه ولګوي، چې د روسیې اقتصاد یې له رکود سره مخامخ کړ او مسکو یې په نړیواله سطحه منزوي کړ.

دغه یرغل دې ته هم لار اواره کړه چې ګڼ غربي هېوادونه د اوکراین د دفاعي ځواک د پیاوړتیا لپاره دغه هېواد ته مرستې، ملاتړ او وسلې برابرې کړي.

XS
SM
MD
LG