د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

نن اوکراين له پخواني شوروي اتحاد د خپلواکۍ د اخيستو ۳۱مه کليزه نمانځي


يو شمېر اوکرايني وګړي
يو شمېر اوکرايني وګړي

نن له پخواني شوروي اتحاد څخه د اوکراین د خپلواکۍ د اخیستو کلیزه ده، خو بل لور ته نن پر اوکراین د روسیې د یرغل شپږ میاشتې پوره شوې.

د امریکا متحد ایالتونو خبرداری ورکړی دی چې ښایي روسیه نن پر اوکراین پراخ بریدونه وکړي، د اوکراین ولسمشر هم ورته اندېښه څرګنده کړې ده.

اوکراین نن د ماسکو تر واک لاندې شوروي اتحاد څخه د خپلواکۍ یو دېرشمه کلیزه په داسې حال کې نمانځي چې له شپږو میاشتو راهیسې د روسیې غیر موجه مداخله په دغه هېواد کې روانه ده.

د دې مداخلې له امله د جګړو په ترڅ کې په لسګونو زره کسان وژل شوي، په میلیونونو بې کوره شوي او سخت مالي زیانونه ورته اوښتي دي.

اوکراین‌ په پلازمېنه کییف او څو نورو لویو ښارونو کې د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د عوامو پر لویو غونډو له دې ویرې بندیز لګېدلی دی چې روسیه له موقع ګټه وانه‌خلي او پر ملکیانو او حکومتي تاسیساتو برید ونه کړي.

اوکراين داسې مهال د خپلواکۍ د اخيستلو کليزه نمانځي چې د روسې له لوري پر دغه هېواد د بريد شپږمه مياشت پوره شوه.
اوکراين داسې مهال د خپلواکۍ د اخيستلو کليزه نمانځي چې د روسې له لوري پر دغه هېواد د بريد شپږمه مياشت پوره شوه.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي تېره شپه په یوه ویډیویي بیان کې پر خلکو غږ وکړ چې: "محتاط و اوسي او دا یې هم څرګنده کړه چې نن د روسیې د برید شپږ میاشتې پوره شوې، نو دا مهمه ورځ ده هم زموږ لپاره هم زموږ د دښمن لپاره نو د دښمن وحشیانه بریدونه ممکن دي."

د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د پوځي مارش په ځای به په کییف کې د ټانکونو په شمول یو شمېر نیول شوي روسیي وسایط نندارې ته وړاندې شي.

په دې ترڅ کې یوه امریکایي چارواکي ویلي دي چې د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر جو بایډن اداره ښایي نن د اوکراین د خپلواکۍ د کلیزې په ورځ له کییف سره د شاوخوا درې میلیارډه ډالرو په ارزښت د پوځي مرستې اعلان وکړي.

دا به په تېرو شپږو میاشتو کې چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی دی تر ټولو لویه پوځي مرسته وي چې له اوکراین سره یوځایي کېږي.

دغه امریکایي چارواکي چې د دې مرستو خبر یې ورکړی دی د خپل نوم له څرګندونو ډډه کړې ده، د دې مرستو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG