د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

د اوکراين ولسمشر اروپا ته: د سخت ژمي لپاره چمتووالی ونيسئ


 د اوکراين ولسمشر ولودومير زلنسکي
د اوکراين ولسمشر ولودومير زلنسکي

ولودومیر زلنسکي په خپل نوي ویډیويي پیغام کې ویلي چې، روسیه پلان لري اروپا ته د انرژۍ صادرات په لویه کچه کم کړي.

د اوکراين ولسمشر په خپل پیغام کې ویلي چې، اروپايي هېوادونه به سږ کال له سخت ژمي سره مخ شي.

نوموړي ويلي: "په وروستیو ورځو کې روسیې د انرژۍ لپاره پر اروپا فشارونه زیات کړي دي. د نورډ سټریم د ګازو نل‌لیکه په بشپړه توګه بنده شوې ده. دوی ولې دا کار کوي؟ روسیه غواړي چې د هر اروپايي او زموږ د وچې د ټولو هېوادونو عادي ژوند خراب کړي."

د اوکراین ولسمشر داسې وخت دا غبرګون ښودلی چې روسیې د تخنیکي دلایلو له مخې د نورډ سټریم ۱ پایپ لاین له لارې جرمني ته د ګازو لېږد بند کړی دی.

جرمن چارواکي وايي چې دغه پایپ لاین په عادي فعاله حالت کې دی.

د روسیې له دغه اقدام وروسته دا اندېښنې زیاتې شوې چې مسکو ښايي د اوږدې مودې لپاره له دغې نل‌لیکې څخه د ګازو صادرات بند کړي.

اروپايي هېوادونو د اوکراین پر ضد د روسیې د غیر موجه یرغل له کبله پر مسکو پراخه بندیزونه لګولي دي.

خو اخوا روسي چارواکو په پرله‌پسې ډول هغه ادعاوې رد کړي چې ګواکې دوی د اروپايي هېوادونو پر وړاندې د انرژۍ له سرچینو د وسیلې او فشار په توګه کار اخلي.

روسيه غواړي اروپايي هېوادونو ته د ګازو صاردات راکم کړي.
روسيه غواړي اروپايي هېوادونو ته د ګازو صاردات راکم کړي.

د اوکراین ولسمشر پرون (سپتمبر ۴مه) په ټویټر کې ولیکل چې، د اروپا د کمېسیون له مشرې اورزلا فون دیر لاین سره یې په ټیلیفوني خبرو کې د روسیې پر ضد د بندیزونو د اتمې بستې د عملي کېدو غوښتنه وکړه.

ولودومیر زلنسکي د روسیې اتباعو ته د اروپايي هېوادونو د ویزو د بندولو غوښتنه کړې ده.

اوکرایني چارواکي وايي، تمه لري چې په راتلونکو ورځو کې له اروپايي ټولنې څخه د پنځه میلیارد ډالرو مرستې بسته هم ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG