د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

د تيلو بيې ولې مخ پر کمېدو دي؟


د نړۍ په بازارونو کې د تيلو مخ پرکمېدو بيو نوي ګټونکي رامخته کړي دي خو ځيني بايلونکي هم شته.

په امريکا کې د موټرچلوونکو لپاره ډېر ګټور وضعيت دی خو د تيلو صادروونکو هېوادونو لپاره، لکه ايران او روسيه، دا د سر د درد په مانا دی.

د تيلو بيې ولې مخ پر کمېدو دي؟ د تيلو لوی صادروونکي هېوادونه لکه روسيه څه ډول اغېزمن شوي دي؟ په راتلونکي کې د تيلو د بيو په اړه څه کېدای شي؟

تريوه کال په کمه موده کې د تيلو بيه شپېته فيصده ټيټه شوه.

د روانې مياشتې په سرکې، داسې ښکارېده چې د تيلو بيې به بيرته لوړې شي خو روانه اوونۍ بيې بيا مخ پر کمېدو شوې.

د تيلو په بيو کې ترټولو وروستی کموالی د هغو راپورونو له کبله راغلی چې ويل يې د نړۍ پرکچه د تيلو په عرضه کې زياتوالی راځي. دا کموالی د امريکايي تيل توليدوونکو له خوا د پستو ډبرو څخه د خامو تيلو د زيات توليد له کبله هم شوی دی.

په تکنالوژۍ کې د پرمختګ له کبله چې په مرسته يې له پستو ډبرو څخه د تيلو د را ايستلو کار پر مخ ځي، امريکا د تيلو جوړولو تر ټولو لوی توليدوونکی هېواد شو. امريکا د ورځې نهه مليونه بيرله تيل تولیدوي.

کمې بيې به له پستو ډبروڅخه د تيلو را ايستونکي شرکتونه اړ کړي چې خپل توليد کم کړي. خو د راپورونو له مخې، دا کار تر اوسه نه دی شوی.

ايران له ډېره وخته د تيلو لوی توليدوونکی او صادروونکی هيواد اوسېدلی دی خو نړېوالو بنديزونو، چې د ايران د اټومي پروګرام پر سر ورباندي لګول شوي دي، د ایران مخه نيولې ده چې په نړيوال بازار کې خپل تيل وپلوري.

د انرژۍ په برخه کې دوبی مېشتی سلاکار رابن ميلز وايي، که له ايران سره موافقه وشي او بنديزونه ايسته شي، دغه هېواد د ورځې ۸۰۰،۰۰۰ بيرله تيل صادرولی شي او دا به د تيلو په بازار کې د تيلو تر حد زياتوالی وي.

د لندن ميشت شرکت کپيټل اکانوميکس د نوي بازار په برخه کې متخصصه ليزا ايرمولينکو وايي، تيل، د تيلو توليدات او ګاز د روسيې تر ټولو لوی صادرات دي.

کله چې د تيلو بيې ټيټې شي، د روسيې د صادراتو ګټې هم کمې شي. په روسيه کې د ماليې د سيستم له کبله، دا په دې مانا ده چې د حکومت عوايد اغېزمن کيږي، ځکه چې حکومت د تيلو او تيلو د توليداتو څخه د ماليې ګټه تر لاسه کوي.

د تيلو د راتلونکو بيو وړاندوينه يوه ستونزمن کار کېدای شي. د سعودي عربستان، خليج هيوادونو او ونزويلا په ګډون، د نړۍ تر ټولو زياتو تيلو توليدوونکو د اتحاديې OPEC غړي هيوادونه وايي د تيلو مخ پر کمېدو بيې به اخر په امريکا کې له پستو ډبرو څخه د تيلو راايستونکي شرکتونه تړلو ته اړ کړي او بيې به بيرته عادي شي.

XS
SM
MD
LG