د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۸

د روسیې او ترکیې ولسمشرانو د ترک سټریم د ګازو پایپ لاین پرانیست


د دې پایپ لاین کارونه د ۲۰۱۷ کال د مې په میاشت کې پیل شوي و او د نږدې اته میلیارده ډالرو په لګښت‌یې کارونه سرته ورسېدل.
د دې پایپ لاین کارونه د ۲۰۱۷ کال د مې په میاشت کې پیل شوي و او د نږدې اته میلیارده ډالرو په لګښت‌یې کارونه سرته ورسېدل.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ په استانبول کې د ترک سټریم په نوم د ګازو پایپ لاین پرانیست.

مسکو هڅه کوي چې په دې ډول د خپلو ګازو د صادراتو په برخه کې پر اوکراین اتکا راکمه کړي.

د دې پایپ لاین کارونه د ۲۰۱۷ کال د مې په میاشت کې پیل شوي و او د نږدې اته میلیارده ډالرو په لګښت‌یې کارونه سرته ورسېدل.

د دې پایپ لاین د پرانیستو په مراسمو کې د ترکیې ولسمشر وویل: "له ۳۱ نیم میلیارده متر مکعب طبیعي ګازو څخه ۱۵،۷۵ میلیارد متر مکعب پرته له دې چې له کوم بل هېواده تېر شي مستقیماً ترکیې ته رارسېږي. موږ به د ۳۵ میلیونه کورونو د ګازو کلنۍ ستونزه هواره کړو. هیله‌مند یم چې د ترک سټریم پروژه به زموږ د هېواد او دوستانو چې له دې پایپ لاینه ګټه اخلي، په ګټه تمامه شي. له ټولو هغو کسانو چې په دې پروژه کې یې برخه لرله مننه کوم."

بل لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ترک سټریم پایپ لاین پروژه د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه وبلله او ویې‌ویل چې دا د اروپا او ټولې نړۍ لپاره د همکارۍ نښه ده.

د ترک سټریم د ګازو پایپ لاین ۹۳۰ کیلومتره د تورې بحیرې لاندې تېر شوی او دا پایپ لاین به هر کال ۳۱ نیم میلیارده متر مکعبه ګاز د ترکیې لوېدیځ ته لېږدوي بیا به‌یې نیمه برخه د بالکان او مرکزي اروپا هېوادونو ته د هنګري، صربیا او بلغاریا په ګډون انتقالېږي.

د بلغاریا او صربیا مشرانو هم د دې پایپ لاین د پرانیستو په مراسمو کې برخه لرله.

د بلغارترانز ګاز شرکت د یکشنبې په ورځ ویلي و چې روسیې اروپا ته د دې پایپ لاین له لارې د ګازو صادرات پيل کړي دي.

د روسیې اوږدمهاله هدف دا دی چې د اوکراین له لارې خپل صادرات کم کړي یا یې قطع کړي، د همدې لپاره د نورد سټریم-۱ او نورد سټریم-۲ په نوم نور پایپ لاینونه‌یې هم تر کار لاندې دي.

دا دوه پایپ لاینونه به د سمندر له لارې جرمني ته ورسېږي، خو د نورد سټریم-۲ پایپ لاین کارونه چې نږدې و سرته ورسېږي د متحده ایالاتو د بندیزونو له امله وځنډېدل.

روسیې پروسږکال ۲۰۰ میلیارده متر مکعب ګاز اروپا ته صادر کړل.

د روسیې ګاز پخوا د هغه پایپ لاین له لارې چې له اوکراین، مولداوي او رومانیا تېرېده بالکان هېوادو او ترکیې ته رسېدل.

XS
SM
MD
LG