د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۲

مسکو نن د اوکرايين څلور سيمې له روسيې سره ملحق کوي


مسکو د کريملين ماڼۍ - ارشيف
مسکو د کريملين ماڼۍ - ارشيف

روسیې پرون پنجشنبې اعلان وکړ چې د اوکرايین څلور سیمې به نن جمعه رسماً له خپلې خاورې سره ملحق کړي.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې، په دې مناسبت به نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې ولسمشر ولادمیرپوتین او د اوکرایين پر څلورو سیمو د مسکو تپل شوي مشران هم په‌کې حضور ولري، په دې اړه د روسیې له فدراسیون سره د دغو سیمو د الحاق موافقې لاسلیک شي.

دا څلور سیمې، د اوکرايین لوهانسک، دونیڅک، خیرسون او زاپوریژیا سیمې دي چې په ډېرو سیمو کې یې د روسیې اوکرايیني ځواکونو ترمنځ تر اوسه سختې جګړې روانې دي.

کریملین ویلي چې، دغه مراسم به د مسکو په سیمه‌ییز وخت د غرمې په دوو بجو ترسره شي.

د پیسکوف په وینا پوتین به د کریملین د ماڼۍ په یوه ښکلي تالار کې له روسیې سره د دې سیمو د الحاق موافقې لاسلیک او وینا وکړي.

همدارنګه د پاپ سندرغاړو یو کنسرټ به هم په سره میدان کې چې په لویو ویډیویي سکرینونو سره ورته یو ستیج ترتیب شوی او شاوخوا یې بیلبورډونه ایښول شوي چې په‌کې لیکل شوي، دورنیڅک، لوهانسک، زاپوریژیا او خرسون د روسیې دي، ترسره شي.

د اوکرايین په دغو څلورو سیمو کې روس پلوه چارواکو ویلي چې، په ترسره شویو ټولپوښتنو کې اکثریت ګډون کوونکو له روسیې سره د یو ځای کیدو په ملاتړ رایې ورکړي دي.

د رايې ورکونې بهير
د رايې ورکونې بهير

خو دغه ټولپوښتنه اوکرايین، لویدیځو هېوادونو او ملګروملتونو غندلې او ویلي چې هغه له نړیوال قانون سره په مغایرت کې ترسره شوي او غیر قانوني دي.

په عین حال کې به د اوکرایين ولسمشر ولادیمیر زلنسکي نن د ملي امنیت او د دفاعي شورا یوه بېړنۍ غونډه را وبولي.

دا خبره د هغه ویاند کړې او ویلي یې دي چې زلنسکي ژمنه کړې چې، د الحاق په وړاندې به ډېر سخت غبرګون وښيي.

په همدې حال کې د امریکا متحدو ایالتونو او متحدینو ویلي، پر روسیې د هغه څه پخاطر چې دوی د اوکرایین په څلورو سیمو کې جعلي ټولپوښتنې بللي د نویو بندیزونو د لګولو چمتووالی نیسي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، متحده ایالات به هيڅکله هم د روسیې له خوا د اوکرایین د سیمو غیر قانوني الحاق ونه مني او پر روسیې به نور سخت اقتصادي بندیزونه ولګوي چې ورته به ډېر ګران پرېوځي.

دغه راز د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا فوون دیر لاین هم ویلي چې، پر روسیې د بندیزونو یوه نوې بسته چمتو کوي.

پر روسیې د دغو نویو بندیزونو نورجزیات نه‌دي څرګند شوي خو له دې مخکې پر اوکرایين د روسیې د بې دلیله یرغل او له هغې مخکې چې کله مسکو په ورته ډول په ۲۰۱۴ کال د اوکرايین کریمیا ټاپووزمه له خپلې خاورې سره ملحق کړه، پر دې هېواد ډېر بندیزونه لګولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG