د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۴

روسیه کې د 'نسبي پوځي راټولېدنې' سلګونه مخالفان نیول شوي


روسي پوليس
روسي پوليس

روسیه کې د "نسبي پوځي راټولېدنې یا جلب او احضار" په ضد د پراخو اعتراضونو د ځپلو بهیر دوام لري.

د دغې ډلې د معلوماتو له مخې د سپتمبر تر ۲۶مې د نیولو شویو کسانو شمېر ۸۴۰ ته رسیدلی، خو په دغه نوملړ کې د روسیې د جنوبي جمهوریت داغستان په مرکز کې پروني احتمالي توقیف شوي نه دي شامل.

په روسیه کې دا هېواد شموله اعتراضونه د سپتمبر په ۲۱مه څو ساعته وروسته له هغه پیل شول چې ولسمشر ولادمیر پوتین د اوکرایين په ضد جګړه کې د خپلو پوځیانو نسبي پوځي جلب او احضار اعلان کړ.

د دغه ګام له مخې به روسیه د اوکرايین جګړې ته سلګونه زره ریزرف یا احتیاط ځواکونه واستوي.

په روسیه کې پولیس هغو ښارونو کې ځای پر ځای شوي چې مخالفې ډلې "ویسنا" او د کریملین د منتقد الکسي ناوالني پلویانو په کې د مظاهرو غوښتنه کړې.

د اعتراضونو لمن د روسیې ۳۵ ښارونو ته غځېدلې او د نیول شویو کسانو شمېر ۸۴۰ تنو ته ختلی دی.
د اعتراضونو لمن د روسیې ۳۵ ښارونو ته غځېدلې او د نیول شویو کسانو شمېر ۸۴۰ تنو ته ختلی دی.

په روسي رسنیو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې پولیس له اعتراض کوونکو سره زورزیاتی کوي او داسې هم ویل شوي چې ځوان توقیف شوي کسان پوځي خدمت ته ثبت کړای شوي دي.

د داغستان په پلازمېنه مخاچکلا کې هم پرون پولیسو د نامعلوم شمېر اعتراض کوونکو د تیت او پرک کولو هڅه کړې، خو معلومه نه ده چې کسان توقیف شوي او که نه.

په کریمیا ټاپوزمه کې چې روسیې ۲۰۱۴ کال کې له خپلې خاورې سره یوځای کړه چارواکو ویلي، د نن ورځې تر پایه به د دوی پوځي بسیج بشپړ شي.

د کریملین یوشمېر پلویانو هم د پوځي جلب او احضار د پلي کېدو پر څرنګوالي نیوکې کړي او ویل شوي چې له قانوني سن بهر یوشمېر کسان هم په کې غوښتل شوي دي.

روسیې وروسته له هغه نسبي پوځي جلب او احضار اعلان کړ چې د اوکرايیني چارواکو د معلوماتو له مخې، اوکرايین کې یې ډېرې نیول شوې سیمې له لاسه ووتلې.

په دې جلب او احضار کې روسي چارواکو د درې لکه احتیاط ځواکونو د رابللو غوښتنه کړې او له دې منځه به یوازې هغه جګړې ته لیږل کیږي چې ښه تجربه لري.

بهرنیو رسنیو د پوځي جلب او احضار اصلي شمېر یو میلیون ښودلی، خو کریملین دا راپورونه رد کړي دي.

لویدیځو چارواکو ویلي، له تېرې فبرورۍ میاشتې راهیسې چې اوکرايین کې جګړه پیل شوې، د روسیې له ۷۰ تر ۸۰ زرو پورې سرتیري وژل یا ټپیان شوي دي.

روسیه کې د پوځي جلب او احضار د طرحې ترڅنګ د اوکرايین په څلورو سیمو خرسون، لوهانسک، دونتڅک او زاپوریژیا کې له روسیې سره د یوځای کېدو په هدف ټولپوښتنه هم دوام لري.

لویدیځو قدرتونه دغه ټولپوښتنه شرمونکې او دنه منلو وړ بللې ده، خو روسي چارواکو بیا د عدالت د تامینیدو هڅه یاده کړې ده.

XS
SM
MD
LG