د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

د پوتين له لوري د احتياطي ځواکونو د وربللو اعلان نړيوال غبرګونونه پارولي


روسي پوځيان
روسي پوځيان

د روسیې د ولسمشر له لوري د احتیاطي ځواکونو د وربللو په اړه وروستي اعلان په نړیواله ټولنه کې غبرګونونه پارولي دي.

ولادیمیر پوتین پرون (چهارشنبه) خپلو هېوادوالو ته په وینا کې د احتیاطي ځواکونو د چمتو کېدو د اعلان ترڅنګ وویل چې، لوېدیځوال غواړي روسیه کمزورې کړي او هغوی ته خبرداری ورکوي چې د روسیې د دفاع لپاره به له هرې وسیلې کار واخلي او دا هسې تشه خبره یا ټوکه نه‌ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپل هېواد د یو شمېر احتیاطي ځواکونو د وربللو اعلان په داسې حال کې وکړ چې، پر اوکرايین د روسیې د بې دلیله یرغل کابو ۷ میاشتې تېرېږي او اوکرايیني ځواکونه په وروستیو کې توانېدلي چې په ځوابي بریدونو کې خپلې یو شمېر سیمې بېرته ونیسي.

پوتین په خپله پرونۍ وینا کې خپلو هېوادوالو ته وویل، لویدیځ هڅه کوي چې روسیه کمزورې او ویجاړه کړي خو هېواد به یې د روسیې او د خپل ولس د دفاع لپاره له ټولو هغو وسایلو کار واخلي چې لري یې.

ده دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې اوکرايیني ځواکونو په یو لړ ځوابي بریدونو کې د خپل هېواد په ختیځ او جنوب کې یو شمېر بایللې سیمې بېرته ونیولې.

دا هغه سیمې دي چې روسیه غواړي د کریمیا په شان یې له خپلې خاورې سره یو ځای کړي.

روسیې ویلي چې، په دغو سیمو کې به ټولپوښتنې وکړي.

د مسکو دې اعلان نه یوازې د اوکرايین د حکومت بلکې د نړیوالې ټولنې د ډېرو غړیو غوسه پارولې ده.

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين
لوېدیځو هېوادونو له وړاندې څخه د دې ډول ټولپوښتنې په رسمیت پېژندل رد کړي دي.

د پوتین د څرګندونو په غبرګون کې د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ د جګپوړي استازي جوزیپ بوریل ویاند پیتر ستانو پرون (چهارشنبه) په بروکسل کې یوې خبري غونډې ته وویل: "د ولسمشر پوتین وینا، د اوکرايین په غصب شویو سیمو کې د ټولپوښتنې په اړه اعلامیې او په روسیه کې د قسمي سفربرۍ اعلان سولې ته د پوتین د نه لېوالتیا یوازې یو بل سند او له یرغلګرې جګړې سره د ده دلچسپي ده."

د چین د باندنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونین هم پرون په یوه خبري غونډه کې د روسیې د ولسمشر د څرګندونو په اړه وویل: "د اوکرايین د کړکېچ په اړه د چین دریځ تل څرګند او ثابت و. موږ له اړوندو خواوو غواړو چې د خبرو او مشورو له لارې اوربند وکړي او حللاره ومومي."

خو په همدې منځ کې د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو له یوه روسي خبریال سره په مرکه کې پرون وویل چې، ډېر شمېر احتیاطي ځواکونه لري.

ده د خپلو تجربه کارو پوځیانو شمېر کابو ۲۵ میلیونه وباله.

روسیې ویلي چې د اوکرايین په جکړې کې یې ۵۹۳۸ ځواکونه وژل شوي دي.

روسیې د روان کال د فبرورۍ په ۲۴ نېټه په اوکرايین باندې یرغل پیل کړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG