د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

د اوکراین په ختیځ او شمال ختیځ کې د درنو جګړو راپورونه خپاره شوي


د اوکراین په ختیځو سیمو او شمال ختیځ ښار خارکییف کې نن هم د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ درنې جګړې هم روانې وې.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي وايي، ختیځه دونېڅک سیمه د اوکراین او روسیې لپاره لاهم ستراتیژیک لومړیتوب لري.

هغه زیاته کړه چې د دې سیمې په ګڼو ښارونو کې درنې جګړې روانې دي او د روسیې پوځ د جنوب او لویدیځ پر لور د پرمختګ هڅه کوي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي

ښاغلي زیلینسکي چې هره شپه ملت ته وینا کوي بېګا ناوخته وویل، په ځانګړي ډول په دونېڅک سیمه کې پوځي حالت کړکېچن دی. هغه یادونه وکړه چې دوی به تر وسې وسې هڅه وکړي چې د دښمن فعالیتونه شنډ کړي ځکه د ده په وینا د دونباس سیمه د اشغالګرانو لپاره خاص لومړیتوب لري.

له بلې خوا د دې سیمو ځایي چارواکو ویلي چې روسي ځواکونو په وروستیو څو ورځو کې په اودېسا کې پنځه حملې کړي او په هغو کې یې په ایران کې له جوړو شویو ډرونونو څخه کار اخیستی دی.

د دنیپرو پیتروفسک سیمې والي والنتین ریزني چینکو پر خپله ټلګرام پاڼه خبر ورکړی چې روسي ځواکونو د مرکزي ښار کریوي ریه پر هوايي ډګر د توغندي برید کړی، د هغه تاسیسات یې ویجاړ کړي او له فعالیته یې غورځولی دی.

په جنوب کې د اوکرایني ځواکونو قوماندانۍ نن خبر ورکړ چې په جنوب ختیځ ښار خرسون کې د دوی د دفاعي حملو په نتیجه کې ۷۷ تنه روسي عسکر وژل شوي او شپږ ټانکونه، پنځه توپونه، د دافع هوا ضد درې دستګاوې او ۱۴ زرهي وسایط یې ویجاړ شوي دي. دا ادعا خپلواکو سرچینو نه ده تایید کړې.

له شمال ختیځ ښار خارکییف څخه چې په روانه میاشت کې د اوکراین د پوځ د دفاعي عملیاتو مرکز و هم د سختو جګړو راپورونه رارسېږي.

د اوکراین پوځ په عین حال کې د څلور پلونو د نیولو کمپاین ته دوام ورکوي څو په جنوب کې دېره روسي ځواکونو ته اکمالاتي لارې بندې کړي.

له بلې خوا نن د اوکراین د ختیځ په څلورو سیمو کې له روسیې سره د یوځای کېدو په هدف د ټولپوښتنې پنځمه او وروستۍ ورځ ده.

دا هغه سیمې دي چې ځینې برخې یې د روسیې تر ولکې لاندې دي.

د خلکو رایې د اوکراین په لوهانسک، دونېڅک، خرسون او زاپوریژیا سیمو کې چې ځینې برخې یې د روسیې تر ولکې لاندې دي اخیستل کېږي.

دې ټولپوښتنې په اروپا کې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته ترټولو لوی کړکېچ جوړ کړی.

ځینو سیمه ایزو چارواکو ویلي دي چې د دې ټولپوښتنې پرمهال رای ورکوونکي ګواښل کېږي او وېرول کېږي.

XS
SM
MD
LG