د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

د اوکراین ولسمشر: له روسي ځواکونو ډېرې سیمې ازادې شوې


 زیلینسکي وویل چې د دوی ځواکونو د دونیتسک په سیمه کې د ختیځ ستراتیژیک ښار لیمان بشپړ کنټرول ترلاسه کړ.
زیلینسکي وویل چې د دوی ځواکونو د دونیتسک په سیمه کې د ختیځ ستراتیژیک ښار لیمان بشپړ کنټرول ترلاسه کړ.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي له روسي ځواکونو سره د جګړې په لومړیو کرښو کې د پرمختګ خبر ورکوي او وایي چې پرون هم ډېرې سیمې له روسي ځواکونو ازادې شوې.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وایي، د اوکراین وسله وال ځواکونه په یو شمېر سیمو کې د نورو ښارونو له ازادولو وروسته د روسي ځواکونو پر وړاندې د پرمختګ په حال کې دي.

زیلینسکي تېره شپه په ویډیویي وینا کې په دې اړه نور جزییات ورنه کړل، خو وې ویل چې پرون دوشنبې د دوی د پوځ او د ټولو مدافعینو یرغلیزو عملیاتو دوام وکړ.

خو اوکرایني چارواکو او د روسیې له خوا یوه چارواکي وویل چې د کییف ځواکونو د اکتوبر په درېیمه په جنوب کې خپل پرمختګ ته دوام ورکړ او د ستراتیژیک ډینیپر سیند په اوږدو کې چې دا هېواد سره جلا کوي، څو کلي بېرته ونیول.

د اوکراین په جنوب کې د پوځي عملیاتو قومندانۍ وویل چې د دوی ځواکونو په جنوب کې چې د جګړې مشخص ځای یې نه دی ښودلی، ۳۱ روسي ټانکونه او څو راکټ لانچره له منځه وړي دي.

هغه ادعا ګرانه ده چې په خپلواکه توګه تایید شي.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وویل، په څو سیمو کې نوي نفوس لرونکي مرکزونه آزاد شوي او په ډېرو سیمو کې د جګړې په لومړۍ کرښو کې سخته جګړه روانه ده.

هغه د نویو ازاد شویو مرکزونو مشخص ځایونه په نښه نه کړل.

زیلینسکي زیاته کړه چې زیات شمېر یرغلګر د تېښتې هڅه کوي، د دښمن پوځ ډېر زیانونه زغمي او پر دې خبرې پوهاوی په زیاتېدو دي چې روسیې د اوکراین پر وړاندې جګړه کې تېروتنه کړې ده.

تر دې یوه ورځ مخکې زیلینسکي وویل چې د دوی ځواکونو د دونیتسک په سیمه کې د ختیځ ستراتیژیک ښار لیمان بشپړ کنټرول ترلاسه کړ.

د لیمان بیا نیول په اونیو کې د اوکراین د جګړې ترټولو مهمه لاسته راوړنه وه چې په شمال کې د خارکییف په سیمه کې د تهاجمي عملیاتو په تعقیب ترلاسه شوه چېرې چې روسي ځواکونه یې وځپل او ډېری څارونکي یې حیران کړل.

د لیمان سقوط دغه راز د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لپاره وروستی په شاتګ و چې یوازې څو ورځې وروسته له هغه پېښ شو چې هغه د دونیڅک او د اوکراین درې نورې سیمې، لوهانسک، زاپوریژیا او خیرسون په غیرقانوني توګه له خپلې خاورې ملحق کړې.

د دې سیمو ډېرې برخې له میاشتو راهیسې د روسیې ځواکونو لخوا نیول شوي دي.

کییف او لوېدیځ دغه الحاق غندلی، هغه یې غیرقانوني او د شرم وړ بللی دی.

XS
SM
MD
LG