د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

پوتین په زاپوریژیا اټومي بټۍ کې د ناورین د پېښېدو خبرداری ورکړ


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

په داسې حال کې چې د اوکراین پوځ د روسیې له لوري په نیول شویو سیمو کې چټک پرمختګ کوي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په زاپوریژیا اتومي بټۍ کې د ناورین د پېښېدو خبرداری ورکړ.

پوتین پرون پکشنبه د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره په په ټیلفوني خبرو کې خبرداری ورکړ چې په زاپوریژیا کې د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمو کې د اوکرایني پوځیانو حملې غمیزه رامنځته کولی شي.

کریمیلین پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې د روسیې ولسمشر پر دغو تاسیساتو په تېره بیا د اټومي خځلو پر زېرمه د اوکرایني پوځیانو د پر له پسې حملو د دوام یادونه کړې ده.

ښاغلي پوتین دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د اوکراین حکومت په ځلونو روسیه په حملو تورنه کړې او له ملګروملتونو سره یوځای یې له دغو اتومي تاسیساتو د روسي ځواکونو د وتلو او د زاپوریژیا د ملکي کېدو غوښتنه کړې ده.

زاپوریژیا اتومي بټۍ
زاپوریژیا اتومي بټۍ

په وروستیو ورځو کې د لوېدیځو هېوادونو د پرمختللیو وسلو په مرسته اوکرایني ځواکونو په ځوابي حملو کې روسي پوځیان له یو شمېر لاندې کړیو سیمو شاتګ ته اړ ایستلي دي.

د روسیې دفاع وزارت د شنبې په ورځ تایید کړه چې پوځیان یې په خارکیف ولایت کې له بالاکلیا او ایزیون ښارونو دونیڅک ته شاته تللي دي.

له بلې خوا د اوکراین د وسله وال ځواک عمومي قوماندان پرون یکشنبه یوه ورځ وروسته له دې چې ځواکونو یې چټک پرمختګونه وکړل، اعلان وکړ چې اوکرایني ځواکونه د خارکییف د شمال، جنوب او ختیځ لور ته پرمختګ کوي.

له دې سره هممهاله د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي اعلان وکړ چې که کییف لا ښې وسلې ترلاسه کړي، په سږني ژمي کې لا ډير پرمختګونه وکړي او ټولې له لاسه وتلې سیمې به له روسانو بېرته ونیسي.

XS
SM
MD
LG