د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

د چیچنیا د مشر سلګونه ملېشه ځواکونه اوکراین ته رسېدلي


د چیچنیا د مشر رمضان قادروف اړوند ملېشه ځواکونه
د چیچنیا د مشر رمضان قادروف اړوند ملېشه ځواکونه

د چیچنیا د مشر رمضان قادروف اړوند شاوخوا سلګونه ملېشه ځواکونه د اوکراین خرسون سیمې ته رسېدلي دي.

اوکرایني چارواکي وايي چې د چیچنیا مشر رمضان قادروف ته وفادار شاوخوا ۱۳۰۰ملېشه سرتېري د اوکراین خرسون ښار ته رسېدلي دي.

د اوکراین د وسله والو ځواکونو ستر درستیز نن راپور ورکړ چې د قادروف په نوم د وسله والو دا قطعه د قومي هویت په اساس د دې لپاره جوړه شوې چې په اوکراین کې د روسیې له خوا د نیول شویو سیمو د امنیت په ټینګښت کې د روسیې له پوځ سره مرسته وکړي.

په دې وروستیو کې هغه شواهد په زیاتېدو دي چې ښيي اوکرایني ځواکونو په خرسون سیمه کې له روسانو سره په جګړه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

په وروستیو څو اونیو کې خرسون- چې روسیې پر اوکراین د یرغل په لومړیو کې ونیوله د درنو جګړو ډګر و.

قادروف ته وفادار ملېشه ځواکونه د روسیې د شمالي قفقاز په چیچنیا سیمه کې رامنځته شوي چې عملاً د دې سیمې د یوه خپلواک پوځ په توګه فعالیت کوي او له بشري حقونو په پراخو سرغړونو تورن دي.

اوکرایني چارواکو له څو اونیو راهیسې په خرسون سیمه کې د روسیې د پوځ پر ضد د پراخو دفاعي عملیاتو خبره کوله او د امریکا دفاع وزیر لوید اوسټین د جمعې په ورځ پراګ ته د سفر پرمهال وویل په خرسون کې اوس د بریا نښې لیدل کېږي.

د امریکا دفاع وزیر لوید اوسټین
د امریکا دفاع وزیر لوید اوسټین

اوسټین د اوکراین په شمال ختیځ کې د خارکییف په شاوخوا کې د اوکرایني ځواکونو د پرمختګ خبره هم یاده کړه.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي چې تقریباً د هرې ورځې په پای کې وینا کوي، تېره شپه د دې پرمختګونو په خاطر د اوکراین پوځ وستایه، ویې ویل چې اوکرایني سرتېرو په روانه اونۍ کې د خارکییف په شاوخوا کې د دفاعي حملو له پیله د روسیې له پوځ څخه له دېرشو زیاتې سیمې بېرته نیولې دي.

د بریتانیا پوځي استخباراتو نن وویل، د اوکراین هغه پوځي قطعې چې په ختیځ کې د روسیې له خوا د نیول شویو سیمو د بېرته نیولو په عملیاتو کې ښکېلې دي اوسمهال د کوپیانسک ښارګوټي پر لور درومي.

اوکرایني چارواکي وايي چې کوپیانسک په دونباس سیمه کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې روسي ځواکونو ته د لوژستیکي موادو د رسولو په چاره کې خورا مهم رول لري.

XS
SM
MD
LG