د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

روسي ځواکونو د اوکراین له دوو سیمو د وتلو اعلان کړی


د اوکراین پوځ ویلي، دوی پر بالاکلیا ښار خپل بیرغ درولی او ځواکونه یې کوپیانسک ته ننوتلي دي.
د اوکراین پوځ ویلي، دوی پر بالاکلیا ښار خپل بیرغ درولی او ځواکونه یې کوپیانسک ته ننوتلي دي.

اوکراین په خارکییف کې داسې مهال د پرمختګ ادعا کړې چې روسیې له دوو سیمو د ځواکونو د وتلو اعلان کړی دی.

د اوکراین پوځ ویلي، دوی پر بالاکلیا ښار خپل بیرغ درولی او ځواکونه یې کوپیانسک ته ننوتلي دي.

پوځ پرون پر خپل ټیلګرام چېنل ویلي چې ځواکونه یې د سیچیانسک څنډو کې هم ځای پر ځای شوي او د لیمن سیمې ته نږدې هم جګړه روانه ده.

اوکراین دغه اعلان وروسته تر دې کوي چې د روسیې دفاع وزارت د اوکراین د یرغلیزو عملیاتو له پيل را هاخوا د لومړي ځل لپاره له دوو سیمو د ځواکونو د وتلو خبره کړې ده.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف ویلي، ځواکونه به یې له بالاکلیا او ایزیوم سیمو څخه وځي او دونتڅک کې به ځای پر ځای کېږي.

کوناشینکوف ویلي، دا اقدام د دې لپاره کېږي چې دوی د ځانګړو پوځي عملیاتو هدف ترلاسه کړي.

نوموړي دا هدف نه دی په ډاګه کړی خو زیاته کړې ده چې د ترلاسه کولو لپاره یې اړتیا ده چې د دونتڅک په استقامت هڅې ګړندۍ شي.

د اوکراین پوځ د خارکییف ستراتیژیک ښارګي کوپیانسک ته د ننوتلو سرتېرو انځورونه خپاره کړي او د وطن پالنې شعارونه یې هم ورسره لیکلي دي.

د خارکییف سیمه ییزې شورا یوې سلاکارې نتالیا پاپوا بیا پر خپله فېسبوک پاڼه داسې یو انځور خپور کړی چې اوکرایني سرتېري د کوپیانسک په مرکز کې داسې مهال ښيي چې خپل بیرغ یې لاس کې او د روسیې سوځېدلی بیرغ یې تر پښو لاندې دی.

کوپیانسک د خارکییف په جنوب ختیځ ۱۲۰ کیلومتري واټن کې پروت ښار دی چې د اواکراین د ختیځ لپاره د لېږد را لېږد مرکز دی او د روسي ځواکونو د لوجستیک لپاره ځانګړی ارزښت لري.

دا سیمه پر اوکراین د روسیې د بریدونو په لومړیو کې روسي پوځیانو لاندې کړه.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي
د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي ویلي، ځواکونو یې د یرغلیزو عملیاتو له پيل راهیسې تراوسه دوه زره کیلو متره مربع خاوره ازاده کړې ده.

زلنسکي ویلي، د روسیې لپاره ښه خبره داده چې د جګړې میدان پرېږدي او له اوکراینه ووځي، خو د روسیې له خوا له جګړې د لاس اخیستو ښکاره نښې نښانې لا نه دي څرګندې شوي.

XS
SM
MD
LG