د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

جي اوه ډلې د روسیې د تېلو وارداتو په تړاو ګډه پرېکړه وکړه


جرمني کې د ګازو پایپ لاین
جرمني کې د ګازو پایپ لاین

د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو پرېکړه کړې چې د روسیې د تېلو د وارداتو لپاره د وروستۍ بیې د ټاکلو په هدف اقدامات به سمدستي عملي کوي.

د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو یا جي اوه ډله وايي، د روسیې د تېلو د وارداتو لپاره د یوې وروستۍ بیې د ټاکلو په اړه له اوږدو بحثونو وروسته پرېکړه وشوه چې په دې برخه کې د دوی اقدامات به سمدستي عملي کېږي.

جي اوه ډلې پرون د جرمني په ایلماو ښار کې په خپله سرمشریزه کې ټینګار وکړ چې د دې اقداماتو هدف دا دی چې له یوې خوا روسیه په اوکراین کې د پوځي عملیاتو له مالي ملاتړ څخه بې برخې کړي او له بلې خوا په نړیوالو بازارونو کې د انرژۍ بیې راټيټې کړي.

د جي اوه مشرانو وویل غواړي د دې ګډ اقدام له لارې مسکو ته پر اوکراین د غیرقانوني او غیر موجه یرغل په خاطر سزا ورکړي.

د جي اوه په سرمشریزه کې د شوې موافقې له مخې د سمندر له لارې د روسیې د اومو تېلو او پټرولیم محصولاتو ته به یوازې په هغه صورت کې د تګ راتګ اجازه ورکړل شي چې د دوی له لوري په ټاکل شوې، یا تر هغه هم په ټیټه بیه وپلورل شي.

سرمشریزې موافقه کړې چې دا بیه به د څو هېوادونو په ګډون د یوه لوی ایتلاف له خوا ټاکل کېږي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي په خپله بېګانۍ وینا کې د جي اوه ډلې له خوا د روسیې د تېلو د صادراتو د پېرلو لپاره د دې نویو محدودیتونو د پرېکړې ستاینه وکړه او ویې ویل، ما تل ټولو ته دا خبره وریاده کړې ده چې که اوکراین خوندي وي نو ټوله اروپا او دیموکراتیکه نړۍ به خوندي وي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي

زیلنسکي زیاته کړه چې د دې مېکانېزم عملي کېدل به مهذب هېوادونه او د انرژۍ مارکېټونه د روسیې له دوه اړخیز یرغل څخه خوندي کړي.

پر اوکراین له یرغل وروسته د روسیې د تېلو په صادراتو کې د وقفې له کبله په ټوله نړۍ کې د تېلو بیې لوړې شوې چې په نتیجه کې یې نه یوازې د بېوزلو بلکې د شتمنو هېوادونو اقتصاد هم اغېزمن شو.

جي اوه ډله وايي چې د روسیې د تېلو د محصولاتو د بیو لپاره د حد د ټاکلو په پایله کې به د انرژۍ د بیو پر وړاندې د روسیې له خوا د جګړې اثرات په تېره د بېوزلو او د متوسط اقتصاد لرونکو هېوادونو لپاره راکم شي.

XS
SM
MD
LG