د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

اوپیک او متحدینو یې یوه میاشت د تېلو د تولید کمښت تمدید کړ


د دغه سازمان په تېره هوکړه کې د تولید دا بې سارې ټیټه کچه یوازې مې او جون میاشتو ته پلان شوې وه.
د دغه سازمان په تېره هوکړه کې د تولید دا بې سارې ټیټه کچه یوازې مې او جون میاشتو ته پلان شوې وه.

د تېلو له سترو تولیدونکو هېوادونو جوړ سازمان ( اوپیک) او متحدینو یې د تېلو په تولید کې بې ساری کمښت یوه میاشت نور هم تمدید کړ.

دغه سازمان په تېره اپرېل میاشت کې موافقه وکړه چې د دوو میاشتو په مخه به هره ورځ نژدې لس میلیونه بیرله کم تېل تولیدوي، خو د ریکارډ د کچې دغه کمښت یوه میاشت نور هم وغځېد.

اوپیک او متحد هېوادونه یې چې په (اوپیک پلس) یادېږي، پرون د جون په شپږمه پرېکړه وکړه چې د یوې بلې میاشتې لپاره به هم د تېلو تولید په بې ساري ډول ټیټ ساتي.

د تېلو د تولید له دې کموالي هدف دادی چې د کرونا له کبله د تېلو ځپل شوي مارکېټونه بېرته یو څه په پښو و دروي.

اوپیک پلس سازمان چې مشري یې سعودي عربستان کوي او د روسیې په ګډون د تېلو ۱۳ تولیدونکي هېوادونه یې غړیتوب لري، ویلي، د جولای میاشتې تر وروستیو به د ورځې د تېلو د تولید کچه نهه اعشاریه شپږ میلیونه بېرله کمه ساتي.

د دغه سازمان په تېره هوکړه کې د تولید دا بې سارې ټیټه کچه یوازې مې او جون میاشتو ته پلان شوې وه.

په تېره هوکړه کې چې په اپرېل میاشت کې وشوه راغلي، اوپیک سازمان به د ۲۰۲۱ کال تر لومړۍ ربعې د تېلو تولید کم ساتي او بیا وروسته به د وضعیت ارزونې ته په کتو پرېکړه کوي.

د اوپیک سازمان د تولید د کموالي پریکړې د تېلو بازارونه بېرته یو څه با ثباته کړي او د هر بېرل بیه کې ۴۰ ډالره زیاتوالی راغلی.

د سعودي د تېلو وزیر عبدالعزیز بن سلمان ویلي، تېره اپریل میاشت کې د تېلو ټیټې بیې شاک کړی و، خو د ده په ټکو د ټولو تولیدونکو هېوادونو د قربانۍ په پایله کې اوس د تېلو بازارونه یو څه باثباته شول.

ده ویلي، داسې نښې نښانې شته چې ښيي د دوی بدې ورځې پای ته رسېدلي دي.

د روسیې د انرژۍ وزیر الکساندر نوواک هم ورته څرګندونې کړي او تېره اپرېل یې د تېلو په تولید کې د تاریخ بده میاشت یاده کړې.

په تېره اپرېل میاشت کې چې کله د تېلو تولیدونکو د تولید د کموالي پرېکړه کوله، مکسیکو ورسره همغږې نه وه.

سعودي غوښتل چې مکسیکو په ورځ کې درې نیم لکه بیرله تولید کم کړي، خو مکسیکو یوازې د یو لک بیرلو کم تولید غوښتنه درلوده.

هغه مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منځګړیتوب وکړ او خپله یې د تولید یو څه کموالی پر غاړه واخیست.

امریکا اوس د اوپیک سازمان له دې پریکړې هرکلی کړی چې یوه میاشت نور به هم د تېلو تولید په بې ساري ډول کم ساتي.

د کم تولید د مودې له تمدید سره هم د تېلو د مارکېټونو راتلونکې یو څه نا معلومه ښکاري، ځکه دا باور هم نشته چې د عراق او نایجریا په ګډون یو شمېر تولیدونکي هېوادونه به خپله ونډه کې درغلۍ پای ته ورسوي او که نه.

XS
SM
MD
LG