د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۴

په نړۍ کې د تېلو د بیې راټیټولو هڅې پیل شوي


د جي شل هېوادونو د مشرانو یو انځور- ارشیف
د جي شل هېوادونو د مشرانو یو انځور- ارشیف

د جي شل هېوادونو د انرژۍ وزیرانو په نړۍ کې د تېلو د بیې د راټیټولو په اړه د خبرو یو دور پای ته ورساوه.

دوی د تېلو د مارکېټ د ثبات ټینګولو لپاره د ځینو اقداماتو ملاتړ ښودلی دی.

د جې شل هېوادونو په یوې ګډې اعلامیې کې چې نن شنبه د اپریل ۱۱ خپره شوه، د تېلو د بیې راټیټولو لپاره د کوم تړون د وړاندیز یادونه نه ده شوې خو دومره یې لیکلي: "موږ ژمنه وکړه چې ټول اړین او بیړني ګامونه به واخلو څو د تېلو د مارکيټ ثبات ډاډمن کړو."

په دې ویډیویې کنفرانس کې چې د سعودي عربستان په کوربه توب جوړه شوې وه د انرژۍ وزیرانو دغه راز ژمنه وکړه چې دا سکټـور به له نړۍ سره مرسته وکړي چې پر کرونا ویروس برلاسې شي او دا چې د نړۍ د راتلونکې بیا پر پښو درېدل به یقیني کوي خو د دې غونډې په وروستۍ اعلامیې کې د تېلو په تولید کې د کمۍ یادونه نه ده شوې.

د جې شل هېوادونو د انرژۍ وزیرانو دا ویډیویې کنفرانس یوه ورځ وروسته له هغه شوی چې د تېلو د تولیدو او صادروونکو هېوادونو سازمان یا اوپیک هڅه وکړه د تولید د مخنیوي یوه توافق ته ورسېږي.

د جی شل هېوادونو په دې غونډه کې تمه وه له هغو هېوادونو سره چې د اوپیک سازمان غړي نه دي لکه مکسیکو، متحده ایالات او کاناډا سره یوځای لا پراخ او تړون وروستی شي.

د دې تړون له مخې به روسیه او د اوپیک سازمان نور د تېلو تولیدوونکي هېوادونه په مې او جون میاشتو کې د ورځې تر لس میلیونه بیرله تولید کم کړي چې دا د نړۍ د تېلو د تقاضا لس سلنه ده.

دغه راز به د یاد وړاندیز شوي تړون پر اساس د تېلو د تولید کموالی د ۲۰۲۱ میلادي کال تر اپریل پورې دوام وکړي.

د تېلو بیې په تیرو اتلسو کلونو کې تر ټولو ټیټې سطحې ته رسېدلي دلیل یې دا دی چې د کرونا ویروس له کبله نړیواله تقاضا کمه شوې او هم د سعودي عربستان او روسیې ترمنځ د تېلو د بیې مقابله ده.

د تېلو ټیټه بیه که څه هم د مشتریانو لپاره ښه ده خو لویې تولیدوونکي کمپنۍ یې زیانمنې کړي دي.

د اوپیک سازمن مشر محمد بارکېنډو د جي شل هېوادونو د انرژۍ وزیرانو ته وویل دوی باید داسي اقدام وکړي چې د تېلو تولیدونکي هېوادونو پرته له دې چې دا صنعت زیان وویني، له روان بحرانه راووځي.

XS
SM
MD
LG